<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-24 18:52:11    
د روغتيا د ساتنې په هکله ګټور غذايي عادتونه

cri

ښکاره ده چه بيلا بيل قومونه ځانګړي غذايي عادتونه لري ٠ مثال په توګه د ځينو قومونو خلک دا عادت لري چه په ولاړه ډوډۍ خوري ، خو ځيني يي په ناسته او نور ځيني په داسي حال کې ډوډۍ خوري چه د پښو په سر ورته کيني ٠ د ډاکترانو په نظر يوازي په ولاړه ډوډۍ خوړل د صحت له پاره ګټه لري ٠ دا چه د ډؤډۍ خوړلو نه د مخه لږ څه ښوروا څښل کيږي ، هاضمې د کافي شيرې د ترشح رول لري ٠ داه راز د ډاکترانو په نظر د بدن د حرارت ټيټوالي د عمر د اوږدوالي سبب دي ، نو د سړو خوراکونو خوړل ، د لامبو وهلو او د سړو اوبو د حمام په شان د بدن د حرارت د ټيټوالي او د سلولونو د قوت سبب کيږي ٠ تراخه خوراکونه د صحت له پاره هم ګټور دي ، ځکه په دغو خوراکونو کې امينو اسيد د بدن د ودې او رشد او د عمر د اوږدوالي د پاره لازمه ماده ده ، دعصابي سيستم تنظيموي او ستړتيا او نا راحتۍ کموي ٠ علاوه پر دي سهار له پاڅيدو نه وروسته يوه پياله يخې اوبه څښل د وينې د فشار د کمولو او د ږړه د ناروغۍ د مخنيوي د پاره ډيرې ګټورې دي ٠ ډاکتران وايي چه د څو ساعتو خوب نه وروسته د هاضمې جهاز خالي کيږي او د يخو اوبو په څښلو سره به وينه دقيقه او په رګونو کې ښه ګردش وکړي ٠ بله د توګه وړ خبره دا ده چه نن ورځ په ډيرو هيوادونو کې هغه ناروغان ډير پيدا کيږي چه د قند ، وينې د لوړ فشار او چاغوالي په ناروغيو اخته شوي دي ٠ اوس په نړۍ کې د ياد شويو ناروغيو د علاج له پاره نوي معالجخ پيدا شوې ده چه په دي ډول دي ، لومړي دا چه د نوموړو ناروغيو د وقايي او علاج د پاره زيات خوراکونه و نه خوړل شي ٠ دوهم د زړه دعضلاتو د پياوړتيا او د وينو د چلند د ښه والي له پاره بايد مناسب ورزش وکړي شي څو چه د هاضمې قوه قوي شي ، د وينې فشار ټيټ شي او په وجود کې اضافي انرژۍ مصرف شي ٠ د بالغانو له پاره هره ورځ د اوه اته ګيلاسه اوبه څښل مناسب دي ځکه اوبه د متابوليزم د چټکتيا ، د لړمون د پاکولو او په پښتورګي او صفراکښ د تيږو د پيدا کيدو د مخنيوي له پاره ګټور دي ٠ دغه راز د لمر وړانګي د ميکروب د وژلو او د کلسيم د جذبولو رول لري ٠ مګر ناروغان بايد لومړي د پنځلسو دقيقو له پاره او دري ورځې وروسته بيا د ينځلسو دقيقو د پاره لمر ته کښني ٠ دغه راز د ناروغانو له پاره د سګريټو، شرابتو ، زياتې مالګې او غوښو د خوړلو څخه ځان ساتنه ډيره ګټه لري ٠ همداشان ښه تفريح او د خوشحالي نه ډک احساس هم د وينو د فشار د ثابت ساتلو د پاره مفيد دي ٠ بله د توجه وړ مسئله دا ده چه په اوسني نړۍ کې سرطان د انسان د روغتيا له پاره تر ټولو نه خطرناکه ناروغۍ ګڼل کيږي ٠ لږه موده د مخه اړوندو طبي متخصصانو د بيلا بيلو هيوادونو د خلکو د غذايي نظامونو د څيړنو او د سرطان او هم د زړه او نورو مزمنو ناروغيو د وقايي په باب د تجربو په جمع کولو سره يو لړ غذايي تجاويز او لارښوونې کړي دي چه په دي ډول دي ، لومړي دا چه د هر چا له پاره ضرور ده چه بايد په خپل ورځني خوراک کې دوه په دريمه برخه سبزيجات ، ميرې ، حبوبات او لوبيا وخوري ٠ دوهم بايد د وجود وزن ښه کنترول کړي شي ، دريم هره ورځ دي د يو ساعت له پاره ورزش وکړي ، مثلأ په سرعت سره قدم ووهي ٠ هره هفته دي د يو ساعت له پاره د لامبو وهلو او بايسکل سپرلو په شمول تر هغه سخت ورزش وکړي چه خوله شي ٠ څلورم زيات سبزيجات او نيوې دي وخوري ځکه چه تازه سبزي ، کچالو . ګازرې او مالټې د سرطان د وقايي له پاره ډيرې ګټورې دي ٠ پنځم شراب دي نه څښي يا دي کم وڅښي ٠ شپږم بايد هره ورځ د نوي سانتې ګرامو نه ګمه غوښه يا د غوښو په ځاي کبان يا د کورنيو مرغانو غوښې وخوري ٠ اوم مالګين يا مالګه وهلي شيان دي کم وخوړل شي ٠ اتم تازه شيان دي وخوړل شي او هغه شيان چه په مهمومي حرارت کې زيات وخت ذخيره شوي او يا په ميکروبو شوي شوي و نه خوري ٠ دغه راز سوځيدلي خوراک او هغه غوښه او کبان چه په مستقيم ډول په اور باندې پخيږي يا کباب کيږي ، هم مه خوري ، وريتې يا مالګه وهلي غوښې ډيرې کمې بايد وخوړل شي ٠