<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-25 17:59:55    
چينی باب

cri

د نړۍ د څلورو لويو اختراعاتو نه علاوه چينی باب د چينايانو له خوا اختراع شوی دی ٠ دری زره کاله وړاندی چينايانو ابتدايی چينی باب يا أبی رنګ لعابی چينی ظروف اختراع کړل او د اومو موادو او د چينی سازی تخنيک د لوړتيا او بشپړتيا سره سم د چينی سازی صنايعو ډيره پرمختيا وموندله او د ابتدائی چينی باب د جوړيدو تخنيک دوه زره دوه سوه کاله دمخه د بشپړتيا مرحلی ته ورسيد٠ د کيندل شويو تاريخی اثارو څخه ثابتيږی چی چينی باب په دريمه پيړۍ کی په چين کی راڅرګند شول او ورپسی د چينی سازی صنايعو په چټکی سره بشپړتيا وموندله او په عين وخت کی ډير زيات چينی باب او د جوړولو تخنيک ئی لوموړی فارس او وروسته عربی هيوادو او ترکيی ته او په ١٤٧٠ کال کی د ايتاليی وينيس ته نقل شو٠ په چين کی د چينی باب د جوړولو ډيری زياتی فابريکی شته چی د جنوبی چين د جيانګسی ولايت جين ده جن ښار د لرغونی زمانی راهيسی د چينی باب توليدولو د مرکز حيثيت لری او د جين ده جن له خوا توليد شوی چينی باب ديشم غوندی سپين، د کاغذ په شان نازک او د هنداری په شان روښان دی او که په لوک ورو ورو وهل شی، د زنګ په شان په خواږه أواز کړنګيږی٠ د تاريخی اثارو او اسنادو له مخی دوه زره کاله وړاندی په جين ده جن کی د چينی باب د توليدولو چاری پيل شوی٠ هغه کاسه چی په ١٩٥٨ کال کی کيندله شوی، څوارلس سوه کاله دمخه د تان په سلسله پوری اړه لری او د عصری چينی باب له معيار سره برابره ده٠ د چين د ولسی جمهوريت د تاسيس نه وروسته په جين ده جن کی د چينی باب د توليدولو چارو ډيره

چټکتيا وموندله او د کاسو او هنری چينی باب نه پرته صنعتی چينی باب هم جوړ شويدی٠ د اتمی ليسزی نه راهيسی په جين ده جن کی اتلس فابريکی چی د زرو نه

زيات کاګران پکی کار کوی، جوړی شويدی٠ دغه راز منځنی او کوچنی فابريکی له پنځو سوو نه زياتی دی او ډول ډول ښکلی چينی باب پکی توليديږی٠ په ١٩٩٠ کال کی په جين ده جن کی د چينی او خاورينو د ظروفو په لومړنی بين المللی نندارتون کی چی د چين او نورو هيوادو له زرو نه زيات ظروف پکی د جايزو اخيستلو دپاره ايښودل شوی وو، د جين ده جن له خوا توليد شويو ظروفو دوه طلايی جامونه، اوه اويا لومړنی ، دوهمی او دريمی درجی جايزی واخيستی او د عمومی نمبر له نظره يی د ډله ايزی فهرمانی لقب ترلاسه کړيدی٠ د مين په سلسله کی يعنی پنځه سوه کاله دمخه په جين ده جن کی د چينی سازی صنايع اوج ته ورسيدل٠ په ١٩٩٠ کال کی هم په جين ده جن کی دری لوی منګی چی د مين په سلسله کی جوړ شوی او په نړۍ کی تر ټولو لوی چينی ظروف ګڼل کيږی، د متخصصانو له خوا کوشير شول٠ نوموړی لوی منګی څلور اويا اعشاريه پنځه سانتی متره جګوالی لری او قطر يی يو اويا سانتی متره او منځنی قطر يی اته اتيا نيم سانتی متره دی٠ نوموړی منګی په ١٩٨٨ کال کی کيندل شوی او کوشير شوی دی چی دواړه د تاريخی اثارو په دولتی اداره او د چين په تاريخی موزيم کی او بل ئی د جين ده جن په لرغون پيژندونکی انسټيټوټ کی ساتل شويدی٠