<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-26 16:50:47    
چين د طبيعی سرچينو د معقول استعمال او د چاپيريال د ساتنی دپاره هڅه کړی او کوی يی

cri

ګرانو اوريدونکو،د چين د اقتصاد په نننی پروګرام کی به د چين دطبيعی سرچينو د معقول استعمال او د چاپيريال د ساتنی په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو.

د چين د اقتصاد د چټکتيا له مخی طبيعی سرچينو ته اړتياوې زياتې شوی او د چاپيريال ککړتيا رامنځته شوی ده .نو چينايان په دی ښه پوهيږی چی د طبيعی سرچينو معقول استعمالول او د چاپيريال ساتنه د چين د اقتصاد د دوامدار پرمختيا او د ژوند د چاپيريال د ښه والی دپاره مهم ارزښت لری .

ښاغلی دينګ ګوو پی د چين د جنوب ختيځی برخی د ځه جيانګ ولايت د تای جو په ښار کی د فاضلو موادو يو پلورونکی دی .په نژدی دوو کلونو کی د ده کارونو چټکه پرمختيا موندلی ده او په تيرو دوو کلونو کي يي هر کال د ألومينيوم د چمتوکولو په بهير کی د فاضله ګازونو له بيا استعمالولو څخه د ٣ مليونو ژن مين بی يوانو ګټه تر لاسه کړی ده .

(اواز...........................) اوس په دی پوهيږم چی د فاضله ګازو له استعمالولو څخه ګټه هم اخلم .

د معلوماتو له مخی د ځه جيانګ ولايت د بی فلز ،بی ګټی کاغذ ،بی ګټی پلاستيک او بی ګټی شيشی د بيا استعماليدو اډه ګرځيدلی ده او هر کال يی د کثافتاتو د بيا استعماليدو څخه د ٤٥ ملياردو ژن مين بی يوانو ګټه اخلی .

اوس د چين يو شمير تصدۍ په خپلو کارونو کي پرمختللي تخنيکونه کاروی چه د طبيعی سرچينو او انرژی د معقول استعمال د انډول لوړولو نوی لاره پيدا کړی .د زمان په نامه ګروپ شل کاله دمخه جوړ شوی او د دغې تصدۍ عمومی مديرې

وانګ شياو لان د خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل زمونږ ګروپ ځکه چټکه پرمختيا موندلی ده ،علت يی دا دی چی مونږ په پر له پسی توګه د بازار د اړتياوو سره سم د پرمختلليو تخنيکونو په اتکا يو لړ نوي توليدات رامنځ کړای شو .(اواز...............) زمونږ وېلډينګ ماشين د بيجينګ د اولمپيګ سپورتي لوبو د جوړيدو لپاره د ١٠ جمنازيمونو او ميدانونو د جوړولو په بهير کی د وېلډينګ کولو دنده په غاړه اخلی او دغه ماشين د پخوانی ماشين په نسبت د بريښنا د معقولی کارونی څخه ښې ګټې اخيستی شي .

دا د چين د حکومت يو مهم کار دی چی سرچينې او انرژی په معقوله توګه استعماليږی او چاپيريال خوندی ساتل کيږی .

د چين د صدراعظم مرستيال ځينګ پی يان په دی وروستيو ورځو کی د انرژی د استعمالولو په هکله په يوه غونډه کی وويل چی (اواز.....................) د نوی حالت په وړاندی مو په ښکاره توګه هغه دولتی اساسی تګلاره وړاندی کړی ده چی د چين اقتصاد بايد په هر اړخيزې او برابرې لارې پرمختګ وکړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره دي نوي لاری چاری غوره او سرچينې دي په معقوله توګه استعمالې شي ترڅو تر ٢٠١٠ کاله پورې د انرژی لګښت د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کي شل کم شي .

اوس د چين حکومت په بيلا بيلو ځايونو کی د انرژی د معقول استعمال او د چاپيريال د ساتنی په کارونو لاس پوری کړې او د دغو دواړوکارونو د يوځاي کيدو دپاره يې هڅه کړی ده .

د معلوماتو له مخی به له دی نه وروسته چين د انرژی د بيا استعمالولو دپاره زياتې هلې ځلې وکړي او تر ٢٠٢٠ کاله پوری به د برابرې شوې انرژې څخه د هغو انرژې

تناسب چی بيا استعماليداي شي ، په سلو کی له ٧ نه په سلو کی ١٥ ته لوړ شی .

اوس د چين زيات شمير اقتصادپوهان د انرژی معقول استعمال او د چاپيريال ساتنی ته زيات ارزښت ورکوي .د چين د اجتماعی علومود اکادمی په اړه د اقتصاد د څيړنی د مرکز څيړونکی يوان ګانګ مينګ وويل چی حکومت د اقتصاد د دوامدار پرمختګ په بهير کی څرګندې لارښوونکې تګلارې ته اړتيا لری مثلأ د فولادو ،سمټو او کيمياوی صنايعو په ګډون په مهمو پروژو کی چه چاپيريال ته يی زياته ککړتيا رسوي ، لا جدی تدبيرونه ونيسی او د هغو تصديو قوي ملاتړ کوي چه چاپيريال ته ککړتيا کمه ده او ګټې يي ډېرې دي .