<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-26 17:48:35    
د لويې بخښنی او عمومی عفوې په باره کی څه معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو ، ځينی اوريدونکی په خپلو راليږلو شويو ليکونو کی داسی ليکی چه يو شمير هيوادونه د جشن او أختر په مهمو او نيکمرغه ورځو کی د لويې بخښنې او عمومی عفوې اعلان کوی . مونږ له تاسو څخه دا پوښتنه کوو چه لويه بخښنه څه معنی لری ؟ د پروګرام په دی برخه کی به درنو اوريدونکو دوستانو ته په دی هکله څه معلومات وړاندی کړو .

لويه بخښنه او عمومی عفوه د بخښلو له نظامونو څخه شميرل کيږی او په يوه هيواد کی ددولتی مشر يا لوړ توان لرونکی ارګان لخوا په کوم چوکاټ کی د ټولو مجرمينو د بخښلو اعلان کيږی . عمومی عفوه ډيره اغيزمنه ده او نه يوازی مجرمينو ته د جزايی سزاؤ ورکول لغوه کوی ، بلکی جرمونه يی هم له منځه وړی . څوک چه د عمومی عفوې او بخښنې له نعمت څخه برخمن وی ، د هغه په اړه جزايی مسئوليت په پوره توګه له منځه ځی .

د چين په لرغونی او فيوډالی ټولنه کی به امپراطورانو تل د خلاص يا پراخ لاسی په نامه زندانيان بخښل . مثلأ د سلطنت په تخت ياپلاز باندی د امپراطورد کيښناستلو، د امپراطوری عصر د لړيو د بدلون له امله د نوی لومړی کال د پيل کيدو ، د معظمی ملکې او يا وليعهد د څوکيو د ټاکلو په بختور مناسبت کی د بنديانو د بخښلو حکمونه صادريدل .

په عصری يا اوسنی زمانه کی د نړۍ د مختلفو هيوادونو دغه نظام له لرغونی چين سره توپير لری . لويه بخښنه د هيواد د يوې جنايی تګلاری په توګه پيژندل او منل کيږی او نه د مهربانی په توګه . لويه بخښنه په ډير پراخ چوکاټ کی اعتبار لری . هرچا چه په کوم وخت کی جرمونه کړی وی ، د لويی بخښنې له نعمت څخه برخمن کيدای شی ، دغه کسان به نه يوازی د مرګ او بند له مجازاتو څخه وژغورل شی ، بلکی د پخوانيو سوابقو په شمول به يی ټول جرمونه او مجازات هم بيخی له منځه يووړل شی . له دی امله چه لويه بخښنه د يوه هيواد ستره کړنه ده ، نو عمومأ د يو دولتی مشر يا لوړ توان لرونکی ارګان لخوا د حکم په ډول اعلانيږی او د عدليی د سازمان لخوا يی فيصله نه کيږی .

لويه بخښنه له خاصی بخښنی سره لاندنی توپيرونه لری : لومړی دلويی بخښنی غوښتنی د جرمونو او د اعدام او بند په شمول د ټولو جنايی سزاګانو له لغوه کيدو سره اړخ لری ، خو د خاصی بخښنی غوښتنی يوازی ځانګړو مجرمينو ته د جنايی مجازاتو له لغوه کيدو سره اړه دي . دوهم د لويی بخښنی له نعمت نه برخمن مجرمين نه يوازی د جنايی مجازاتو څخه خلاصيدای شی ، بلکی ددوی د پخوانيو جرمونوپه هکله د عدالت غوښتنه هم له منځه تللی شی ، خو د خاصی بخښنی د مقرراتو له مخی يوازی پر مجرمينو باندی جنايی مجازات لغوه کيدای شی .دريم د هرهغه چا لپاره چه د لويی بخښنې له نعمت څخه برخمن وی ، د قانون له مخی يی جرمونه له منځه وړل کيږی . خو د خاصی بخښنی د اړوندو مجرمينو لپاره يوازی جنايی سزاګانی لغوه کيږی او جرمونه يی له منځه نه ځی . څلورم د لويی بخښنی په حکم کی بايد د جرمونو ډولونه او ساحی څرګندی شی او هغه مجرم چه دلويی بخښنی په اړه د جرمونو په ډولونو او ساحو کی شامل دی . په داسی حالت کی چه د دغو مجرمينو نومونه څرګند نه دی ، ټول و بخښل شی ، خو د خاصی بخښنی په حکم کی بايد د اړوندو مجرمينو نومونه اعلان شی .

چين په ١٩٥٤ عيسوی کال کی په خپل اساسی قانون کی د لويی بخښنی او

خاصی بخښنی په باب نظام ټاکلی او د لويی بخښنی او خاصی بخښنی په باب يی حق په جلا جلا توګه ملی ولسی کانګرس او د دی کانګرس دايمی کميټی ته ورکړی دی . د لويی بخښنی او خاصی بخښنی په باب حکمونه د دولت د رييس لخوا صادريږی . خو د ١٩٧٥ او ١٩٧٨کال په اصلاح شوی اساسی قانون او اوسنی اساسی قانون کی يوازی د خاصی بخښنی په باب ماده ساتل شوی ده . له دی نه څرګنديږی چه چين د لويی بخښنی له نظام څخه لاس اخيستی دی . د چين په موجود اساسی قانون کی د اوه شپيتمی او اتيايمی مادې د مقرراتو سره سم خاصه بخښنه د چين د لوړ توان لرونکی ارګان - ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې لخوا فيصله کيږی او د دولت د رييس لخوا د خاصی بخښنی په باب حکم ورکول کيږی .

درنو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د لويی بخښنی په باره کی څه معلومات واوريدل .