د سين هوااژانس د خبر له مخی : د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د دسمبر په ٢٥مه نېټه اعلان وکړ هغه دوه چارواکی يې له خپلو دندو ګوښه کړی دی چه د جاسوسی فعاليتونه يې اجرا کړيدی ٠
د افغانستان د خبري رسنيو د خبر سره سم ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د پارلمان له غړو سره د غرمی ډوډۍ د خوړلو په وخت کی دغه خبره څرګنده کړه ، خو هغه د دغو مامورينو نومونه او د کوم هيواد نوم وانخيست چه دوی ور ته يې خدمت کړی دی ٠
حامد کرزی وويل چه ده ډاډه منه شاهدی تر لاسه کړيده تر څو دا ثابت شي چه دوی د جاسوسی فعاليتونه اجرا کړيدی ٠