تايجيچوان چه د چينايی بوکس په نامه يو ډول لوبه ده ، تاريخ يی تر درو زرو کلونو زيات دی او د چين د کلتوری ميراثونو څخه عبارته ده .
په اوه لسمه پيړۍ کی د مينګ د امپراطورۍ په موده کی کله چه د جګړې د اور لمبې زياتيدې ، په خلکو کی د جګړې په ضد ورزشي هنر په عمومی توګه رواج وموند . په دغه وخت کی يو ډول لوبه چه ډله ييز ډول ډول بوکسينګ پکی شامل و، ډېر پلويان يي پيدا کړل او تر نورو ورزشونو ژر د بري په لوری وخوځيده.
د اتلسمی پيړۍ په پای کی وانګ چوان يو چه ددې هنر د ښودنی په برخه يی کار کاوه ، د بوکسينګ خواره واره اصول تدوين کړل او تايجيچوان يی نوم پری کيښود. په لومړی سر کی دغه ورزش د هه نان ولايت په لری برخو کی ، وروسته د نولسمی پيړۍ په نيمايی کی د بيجينګ په سيمه کی او ور پسی يی لمن د هېواد ټولو برخو ته ور وغځېده. په دغه ورزش کی د تمرينونو يو بشپړ لست شامل دی. لکه د لوڅو لاسو تمرينونه، دوه کسيز تمرينونه او په لاسو د ټيل وهلو تمرينونه ، همدغه رنګ په الاتو لکه تورې نيزې او نور تمرينونه.
په وروستيو شلو کلو کی په ټولنو کی د بدلونو سره سم تايجيچوان د جګړې له ميدان څخه طبی تمريناتو او د اندامونو د ښکلا د ساتلو تمرينونو ته راو اوښت او د هغه درانده جمپونه او خوځيدنې کمې شوی او په پای کی په يوه سپک او ثابت فزيکی ورزش بدل شو. د تايجيچوان ورزش د روغتيا د دوام او همدغه رنګه د تداوی او معالجی دپاره اغېزمن دی او د علاج او د نارغيو په مخنيوی کی مثبته اغيزه لري.
دغه ورزش د عصبی کمزوريو، د وينو د لوړ فشار د ناروغيو د علاج لپاره هم اغيزمن دی.
د تايجيچوان ورزش د نارينه و، ښځو، ځوانانو او زړو کسانو دپاره ګټور دی. په تيره بيا د هغو ناروغانو دپاره چه مزمنه ناروغی ولری او د هغو کسانو دپاره چه فکری کارونه کوی، ډېره ګټه لري، د چين د سپورټ کمسيون لنډ کړای شوی تايجيچوان د ټولو خلکو د اړتياو د لری کولو دپاره په اتو ګروپونو کی چه څليرويشت حرکتونه دی شامل کړی دی، اساس يی د يانګ لخوا ايښودل شويدی. په دغه ورزش کی سخت او تکراری حرکتونه حذف شوی دی چه ژر زده کړای شی.
د چين د سپورټ او بدني روزنې څانګو د تحقيقاتو له مخی، تايجيچوان په چين کی يو داسی ورزش دی چه تر نورو ډېر زيات کسان پکي ګډون کوي . د وو شو يا ګون فو د نړيوالی کميټی د يو کس په خبره ، په يو سلو پنځوسو هېوادونو او سيمو کی د تايجيچوان مينه وال شته او تمرين کوونکی يی لږ تر لږه يو سل مليونه تنه دی.
د چين د وو شو د څېړنی ايستيتوټ غړي کانګ ګه وو وويل چه تايجيچوان د نورو ورزشونو په پرتله يوه ځانګړې زړه جلبونکی لوبه ده . هغه نه يوازی يو ورزش او بريد کوونکې فن دی ، بلکې د چيني ملت د کلتور د تبليغ وسيله هم ده ځکه چه تمرين کوونکي د خپلې روغتيا د پياوړتيا نه پرته د ځان د دفاع توان لوړولی شي او د چيني ملت د عنعنوي کلتور څخه ګټې هم اخستی شي چه له امله يی دغه ورزش په ټوله نړۍ کي زيات مينوال راجلبوي او جلب کړيدي .