د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په شپږويشتمه نېټه په افغانستان کی د امريکې نظامی وياند ډګرمن فوکس اعلان وکړ چی په راتلونکي کال کی به په افغانستان کی د امريکايی عسکرو شمېر دوه زرو پنځه سوه تنه کم شی. هغه په کابل کی په يوه نوبتی مطبوعاتی غونډه کی دغه خبرې وکړې. هغه زياته کړه هغه عسکر چی ژر به کم شی، د امريکې په لسمې غرنی فرقې پوری اړه لری او دوی به په وخت يوه بله دنده په غاړه واخلی. اوس په افغانستان کی د امريکايی عسکرو شمېر څه نا څه نولس زره تنه دی.
|