<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-27 17:39:37    
ښکلی ناوی او د واده په زړه پوری مراسم

cri

ګرانو اوريدونکو ، د خلکو په ژوندانه کی واده يوه ډيره لويه او مجلله واقعه ده . د پروګرام په دی برخه کی به تاسو ته د چين خلکو د واده د مراسمو په باره کی يو لړ معلومات وړاندی کړو .

ناوی چين نا چی يوه ځوانه او فعاله دولتی ماموره ده له زوم شی ګانګ سره چه د پوهنځی استاذ دی د ٢٠٠٥ کال د نوامبر په ٢٦ نېټه په بېجينګ کی د خپل واده مراسم پر ځای کړل . خبريال په همدی ورځ سهار وختی دا دواړه زلميان وليدل . سهار وختی په شپږ نيمو بجو د ناوی په سينګارولو پيل وشو او د ناوی د سر ويښتانو د تاوولو لپاره مو دوه ساعته وخت په کار و . ناوی خبريال ته وويل :

يوه اوونې مخکې مو د ښځو د سلمانې سره مشوره وکړه چه زما وېښتان په ښه ښکلی ډول جوړ کړی . خو واده د انسان په عمر کی يوه ډېره ستره او نيکمرغه ورځ ده . له سينګار نه وروسته ناوی بيرته له ملګرو سره د مور کور ته لاړه . د سهار په نهوبجو زوم د ملګرو سره يو ځای د ناوی کور ته ورسيد . په دی وخت کی د ناوی ملګرو وغوښتل چه د زوم لپاره ستونزی او خنډونه جوړ کړی او ورنه يی پوښتنه وکړه ، که سم او صحيع ځواب نشی ويلای . نو دروازه به ورته وازه نه کړی . له دی نه وروسته زوم د ناوی سره يو ځای خپل کور ته لاړ . د واده کاروان چه د دريو موټر سايکلونو څخه جوړ شوی د واده زيات لارويان راجلب کړيدي . ټاکلی ځای ته له رسيدو نه وروسته زوم خبريال ته داسی وويل :

سره له دی چه مونږ لوکس موتر نه لرو ، خو کاروان مو عصری او فيشنی ښکاری . مونږ دواړه خوشحاله يو او نيکمرغه راتلونکی لرو .

زوم او ناوی نوی کور ته له رسيدو نه وروسته بايد جاو ځي وخوری چه د منتو په شان يو ډول چينی عنعنوی خوراک دی . زوم په خوښۍ سره وويل :

ټول ملګری خوشحاله دی . دوی د مبارکی دپاره راغلی دی . مونږ ډير نيکمرغه ژوند لرو . دغه راز ناوی هم په خوشحالۍ سره دا څرګنده کړه چه ټول کارونه په خوښۍ او بری سره بشپړ شويدی . ملګری مو ټول راغلی دی . هيله ده چه ټول ملګری پدی نيکمرغه ورځ په ښادی او خوښۍ سره له مونږ سره شريک وی .

د جاو ځي يو ډول چينی عنعنوی خوراک له خوړلو نه وروسته د واده مراسمو د اجرا کيدو دپاره ناوی او زوم دواړه رستوران ته لاړل . ټول ميلمانه د ناوی او زوم د هر کلی دپاره د رستوران د دروازی په وړاندی ولاړ وو . د واده نغمی په غږولو سره زوم او ناوی دواړه څنګ په څنګ د رستوران لوی سالون ته داخل شول . له تودې مبارکۍ نه ډک اوازونه پورته شول .

د غرمی په ١١ بجو په رسمی توګه د واده مراسم پيل شول . لومړی د مراسمو مشر رياست کوونکی زوم او ناوی ټولو حاضرينو ته وروپيژندل . وروسته د واده مراسمو اصلی شاهد د واده پيغام ولوست . له دی نه وروسته زوم د ناوی په استازيتوب وينا وکړه :

نن زما او چين نا د خوشحالی ورځ ده . د واده په مراسمو کی ستاسو تول له راتګ نه ډيره ډيره مننه کوم . هيله من يو چه تاسو ټول زمونږ په خوشحالی اوښادی کی شريک اوسئ .

له دی نه وروسته زوم او ناوی هر ميلمه ته شرابت وړاندی کړ . په دی ډول په مراسمو کی د نيکوارزو ګانو ، خوښی او ښادی نه ډک د خندا اوازونه راپورته شول . هر څوک خوشحاله ښکاريده . د ناوی يوې ملګری خبريال ته وويل :

وکوره ! دوی څومره خوشحاله دی . زه پخپله هم ډيره خوشحاله يم . هيله ده چی په راتلونکی کی زما د واده مراسم همدغسی د خوشحالۍ او نيکمرغۍ نه ډک وی . وګوره ناوی څومره ښکلی ده . نن ورځ تر ټولو ښکلی نجلۍ ناوی ده .

د مراسمو په پای کی ټولو حاضرينو د زوم او ناوی سره يو ځای عکس واخيست . ټول ملګري له خوشحالی او نيکمرغۍ نه په جامو کی نه ځائيدل .