<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-27 18:46:40    
د لامبو په حوض کی د لامبو وهلو لومړنی مسابقه

cri
د اولمپيک د څلورمې دورې د سپورتی لوبو نه مخکی د لامبو وهلو مسابقې په سيندونو يا بحرونو کی جوړې شوي وی، خو د اولمپيک د څلورمې دورې د سپورتی لوبو د جوړېدو دپاره د سپين ښار په نامه په سپورتی لوبغالی کې د لامبو يو حوض جوړ شو چی اوږدوالی يی سل متره دی او د دغې دورې د سپورتی لوبو په موده کی د لامبو وهلو د غير صرفوی لوبې نړيواله اتحاديه جوړه شوه او د لامبو وهلو د مسابقې رسمی او علمی قاعدې وټاکل شوې. نو د دغې دورې په سپورتی لوبو کی د لامبو وهلو مسابقې نسبتأ رسمی وي چی په سل مترو، څلور سوه مترو او يو زرو پنځه سوو مترو ازادې لامبو په شمول په شپږو مسابقو ويشل شويدي.
پلار او زوی د نښې ويشتلو دوه غوره لوبغاړي
د اولمپيک د دغې دورې په سپورتی لوبو کی د سويدن يو پلار او د ده زوی د نښې ويشتلو په مسابقو کی برياليتوبونه تر لاسه کړل. يو شپېته کلن پلار اوسکار سوان چی په پنځه ويشتو کړيو سره يو طلايی ميدال وګاټه او وروسته يی له خپل زوی سره يو ځای په ډله ايزه مسابقه کی لومړی مقام ونيو. هغه د اولمپيک د درو دورو په سپورتی لوبو کی برخه واخيستله چی درې طلايی ميډالونه، يو نقره ايی ميدال او پنځه بروژی ميدالونه يی تر لاسه کړيدي.
له يوې مودې راهيسی د اولمپيک د هرې دورې په سپورتی لوبو کی مسابقې او قاعدې سره توپير لری. د مثال په توګه د جمناستيک په مسابقو کی د برخه والو لوبغاړو د شمېر په هکله هېڅ قاعده نه وه. نو د دغو سپورتی لوبو د جمناستيک په مسابقو کی يو ټيم يوازی شپاړس تنه او بل ټيم څه دپاسه شپېته تنه درلودل.
د ځنځير لرونکی توپ لوبې په مسلسلو دريو مسابقو کی د لومړي مقام ګټونکی لوبغاړی
د اولمپيک د څلورمې دورې په سپورتی لوبو کی د چکس ارتاو مسابقه د لومړي ځل دپاره د يوې رسمې مسابقې په حيث شامله شوېده.د امريکې لوبغاړي جان فلاناګن) (John Flanagan د لومړي ځل دپاره په دې مسابقه کی برخه واخيستله او فورأ يی لومړی مقام يی ونيو. فلاناګن په ايرلند کی زېږېدلی دی او په ١٨٩٦ کال کی د استوګنې دپاره امريکې ته ولاړ. هغه د دې مسابقې د نړيوال ريکارډ د ساتونکي په ډول د اولمپيک د دريمې دورې په سپورتی لوبو کی چی په ١٩٠٤کال کی په امريکا کی جوړې شوې، يو ځل بيا طلايی ميډال تر لاسه کړ. له څلورو کلونو نه وروسته، څلويښت کلن فلاناګن په ١٩٠٨ کال کی د اولمپيک په هغو سپورتی لوبو کی چی په لنډن کی جوړې شوې، د دريم ځل دپاره د چکس ارتاو په مسابقه کی لومړی مقام وګاټه.
په استکهلم کی د اولمپيک د پنځمې دورې سپورتی لوبې
د ١٩١٢ کال د می له پنځمې نېټې څخه د جولای تر اوه ويشتمې نېټې پوری د سويدن په مرکز استکهلم کی د اولمپيک د پنځمې دورې سپورتی لوبې تر سره شوې. له اته ويشتو هېوادونو څخه راغلو دوه زرو څلور سوو اوو تنو لوبغاړو په دغو سپورتی لوبو کی برخه واخيستله. د اولپميک په دغو سپورتی لوبو کی د بوکس، په ازاده توګه د غيږ نيولو، د وزن د پورته کولو، خاکی، په کنګل باندی د نڅاوو او د غشی ويشتلو په شمول ځينی مسابقې ورکې شوي او معاصره پنځه ډوله مسابقه او د لامبو وهلو ښځينه مسابقه پکی شامله شويدي.په دغو سپورتی لوبو کی د لومړي ځل دپاره وټاکل شوه چی د لومړي، دوهم او دريم مقام ګټونکو ته په درو ځايونو کی چی جګوالی يی بيلا بيل دي، خپل ميدالونه ورکول کېږی. له دې نه وروسته دغه قاعده د اولمپيک د سپورتی لوبو د يوه عادت په ټوګه ساتله شوی.