<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-27 19:28:42    
نړۍ ته د چين د موټرسايکل سوار سفر

cri

د موټر سايکل چلونکي چن ليانګ چيون سږ کال دري څلويښت کلن دی او د يوه بزګر په کور کي زيږيدلی دی . د کوچنيتوب په وخت کي يي لويديځ ته د هيون سان د اوږد سفر په باب کيسې واوريدې ، نو أرزو يي درلوده چه نړۍ ته سفر وکړي . کله چه په نولس سوه شپږ اتيايم کال کي هغه څليرويشت کلن و ، داسي ريکارد ئی ټينګ کړ چه د ديارلسو کالو په موده کی يي د بايسکل په واسطه د تايوان نه پرته د چين ټولو ولايتونو ته سفر کړي و . درې کاله دمخه هغه د جنوبي چين د سو جو ښار د سره صليب په ټولنه کي شامل شو او ددې ټولنې په مرسته يي داسي يادداشت لاس ته راوړ چه په چيني او انګليسي ژبه ليکل شويدي تر څو په راتلونکي سفرونو کي د نورو هيوادونو د سره صليب د ټولنو او د چين د سفارتونو مرستې لاس ته راوړي .

د دوه زره دريم کال د اګست په اومه نيټه چن لياګ چيون د سو چو ښار څخه حرکت وکړ او په خپل نړيوال سفر ئی پيل وکړ . د حرکت نه مخکي هغه د شان سي ولايت د سره صليب د ټولنې له لارې د حيون يون د مقبرې په شاوخوا کي يو کيلو خاوره تر لاسه کړه چه د افسانې لمخې حيون يون د چينايانو د دوو اسلافو څخه يو دی . دده مطلب دا و چه په هغو هيوادونو کي چه د جګړې اور بل دی ، چيني خاوره وشيندي څو چه سوله رامنځته شي . هغه دا پلان لري چه په لسو کالو کي د نړۍ يو سلو شپږديرشو هيوادونو ته سفرونه وکړي او وروستي هدف به يي د چين تايوان وي .

د دوه زره دريم کال د سپتمبر په درويشتمه نيټه چن ليانګ چيون د موټرسايکل په سپرلی د تبت څخه نيپال ته داخل شو ، سره له دي چه په هغه وخت کي په نيپال کي

جګړه روانه وه ، خو هغه لا هم د اکتوبر په پنځمه نيټه د نيپال د سره صليب د ټولنې په

مرسته د هغه هيواد د پاچا جانادرا په حضور کي ومنل شو .کله چه هغه وغوښتل چه له نيپال نه هند ته داخل شي ، د هند حکومت ور ته خبر ورکړ چه ويزه به دوه مياشتې وروسته ورکړي . نو چن ليانګ چيون مجبورأ بيرته تبت ته راستون شو او ورپسې د چين د شينجيانګ څخه پيښور ته ورسيد او زيات شمير افغان پناه وړونکي يي وليدل . افغانستان ته د داخليدو نه وروسته هغه له قندهار نه تر هرات پوري د شپږو سوو کيلو مترو په لاره کي له زياتو پلټنو سره مخامخ شو . د شلو زرو کيلو مترو په منزل چن ليانګ چيون د دوه زره څلورم کال د مارچ په لسمه نيټه له ايران څخه د عربي اماراتو د اتحاديي مشهور ښار دوبي ته ورسيد . د افسوس وړ خبره دا وه چه عمان ته د رسيدو نه وروسته دده موټرسايکل بالکل خراب شو ، د نوي مرستې د لاس ته را نه وړلو په حال کي هغه د مجبوريت لمخې بيرته سو جو ته راستون شو .

تير کال د دسمبر په پنځه ويشتمه نيټه چن ليانګ چيون د الوتکې په واسطه بيا عمان ته ورسيداو په خپل نړيوال سفر ئی پيل وکړ . د پراخو صحراوو د تيريدو نه وروسته هغه د روان کال د جنوري په دوولسمه نيټه له يمن څخه د افريقې لومړي هيواد جيبوتي ته ورسيد او ورپسې حبشې ، کنيا ، اوګندا ، ګيني ، نايجريا ، نيجر ، کانګو ، کامرون ، تانزانيا ، جنوبي افريقې ، انګولا ، ناميبيا ، رواندا ، بروندي او زينبابووي په شمول اته ويشتو هيوادونو ته سفرونه تر سره کړل . هغه په لاره کي ډير مشکلات ليري کړيدي . هغه وويل چه په انګولا کي يوه شپه پنځو ليوه ګانو دده د لارې مخه ونيوله ، د خپلو تجربو لمخې يي څراغ روښانه او کلاچ يي فعال کړ ، په پاي کي ليوه ګان وتښتيدل . بل وار کله چه هغه د کوته ديوا اقتصادي مرکز ابيجان

ته ورسيد ، په هغه هيواد کي سياسي بحران پيښ شوی ؤ ، د نهه ديرشو ځلو پلټنو سره مخامخ شو ، هغه په اشاره عسکرو ته وويل چه زه د چين څخه راغلی يم او زما

وطن سوله غوښتونکي هيواد دی ، چين او کوته ديوا دوست هيوادونه دي ، زما د سفر مقصد د سولې د تخم شيندل دي . په پاي کي عسکرو دده په موټرسايکل تړل شوي د چين ملي بيرغ او د سره صليب د ټولنې بيرغ وليدل او دده د تيريدو اجازه يي ورکړه . ابيجان ته د رسيدو نه وروسته دده موټرسايکل هم خراب شو او نړۍ ته دده لومړي سفر هم پاي ته ورسيد . دده په قول د سفر د تر سره کيدو لومړي شرط پيسې دي . مثلا د موټر سايکل د ترميمولو ، د پيطرول او ډوډۍ د اخيستلو مصارف ډير دي . لنډه دا چه د چن ليانګ چيون نړيوال سفر دده د رسيدلو هيوادونو او مطبوعاتي ذرايعو د زياتې توجه وړ ګرزيدلی دی . د انګلستان يوې ورځپاڼې وويل چه چن ليانګ چيون د چين څخه راغلی سوله غوښتونکي استازی دی . رښتيا ده چه چن ليانګ چيون هم داسي قهرمان دی چه د سفر په هر ځاي کي به هغه په موټرسايکل باندي دريده او اوريدونکو ته به يي په غيرروانه او کلکه انګليسي ژبه د سولې د ساتلو أرزو څرګندوله .