<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-28 15:54:14    
د کولور د ښکلي راتلونکي له پاره

cri

د کولور ښار د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې د باينګولنګ د مغولي قوم د خودمختارې ناحيي مرکز دي ٠ په تيره اتمه او نهمه لسيزه کې د شينجينانګ د ويغوري قوم د خودمختاري سيمې د اوسپنيزې لارې د جوړيدو او په دي سيمه کې د تاليمو د نقت لرونکي سيمې د ابادۍ له امله کولور له يو کوچني ښارګوټې نه يو منځني ښار ته بدلون موندلي دي ٠ خو په دي اثر چه دغه ښار د چين د تاکالاماګان له لوي صحرا سره چه په چين کې تر ټولو نه لويه صحرا ده ، يوازي اويا کيلو متره فاصله لري ، نو دغه ښار تل د وچکالي ، د شګې د باد او د مځکې د صحراکيدو له ګواښونو سره مخامخ دي ٠ د کولور د سيمې د ايکولدوژيکي چاپيريال د ښه والي له پاره په څه د پاسه شلو کالو کې په دي سيمه کې د شګې او باد د مخنيوي له پاره د سمسورولو لوي عمليات تر سره شوي او د محلي خلکو د کوششونو له لارې اوس ددي سيمې طبيعي چاپيريال ورځ په ورځ ښه شوي او د دغه ښار منظره هم ډيره ښکلي شوې ده ٠ د دغه ښار د شاړو غرونو د سمسورولو د اداري رئيس ښاغلي جيانګ يي جي وويل چه د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې نه له پيل د کولور په ښارکې د ايکولوژيکي چاپيريال ودانول تر ټولو نه د مهم کار په توګه تر سره شوي چه په دي بهير کې په کليو کې له يوې خوا ټول چمنونه تر ښې ساتنې لاندې راوستل شوي او له بلې خوا د صحرا سره په نښتې سيمه کې د سفيدار د ونو په شان هغه ډيرې ونې چه انګليسي نوم يي ديويرسيفوم دي او په وچه هوا کې وده يي مناسبه ده ، کيښودل شوي دي څو چه د شګې سخت باد او د صحرا کيدو د پراختيا مخه ونيول شي ٠ د تيري نهمې لسيزي له پيل نه په نوموړي ښار کې د سمسورتيا کارونه پياوړي شوي او په دي ترڅ کې له بهر نه ډيرې هغې ونې وارد شوي چه د ودې شرائط يي د وچې هوا سره مناسب دي ٠ دغه راز په عين وخت کې د اوبو د سپما کولو له پاره مترقي تخنيکونه هم تر لاسه شوي دي چه په نتيجه کې د ونو د ژوندي د پاتي کيدو ميزان ډير اوچت شوي دي ٠ له ١٩٩٥ کال نه تر ٢٠٠٥ کاله پوري د کولور په ښار کې په نژدي درو زرو هکتارو شاړو غرونو کې وني ايښودل شوي او په دي وجه ايکولوژيکي چاپيريال يي ډير ښه شوي دي ٠ مثلا په دي ښار کې د لونګ شان په نامه غر پخوا يو سرلوڅ شاړه غر ؤ ٠ د ١٩٩٨ کال له پيل نه د کولور ښار ډيرو ښاريانو په داوطلبانه توګه د نوموړي غر د سمسورولو له پاره د ونې د ايښودلو په فعاليت کې ګډون وکړ ٠ تر ٢٠٠٥ کاله پوري په دي غره کې دري لکه اويا زره بيلا بيلې ونې ايښودل شوي او اوس يو ښکلي او شين رنګه غر د خلکو تر سترګو کيږي ٠ پيغلې يوان اي چون د نوموړي ښار د ساختماني اداري يوه کارکوونکې ده او پخوا يي د نوموړي غره د سمسورولو په فعاليت کې ګډون کړې و ، هغې په وياړ سره خبريال ته وويل هر کله چي د لونګ شان غره ته رسيږم ، زړه مي ډير فخر کوي ، ځکه ما د دغه غره د سمسورولو له پاره خدمتونه هم تر سره کړي دي ٠ د ويغوري قوم هلک اريا څوارلس کلن دي ، هغه خبريال ته وويل چه زمونږ د اوسيدو په ناحيه کې د هرې وداني په وړاندې چمنونه او شنې ونې ليدل کيږي ٠ منظره يي ډيره ښکلي ده ٠

د اړوندو کارپوهانو د ارزيابي له مخې اوس د کولور په ښار کې د طبيعي چاپيريال د اداري نه وروسته هر کال هغه ورځې چه د شګې باد به لګيده ، کمې شوي دي ، په هوا کې د خاورې اندازه هم کم شوي ده ٠ دغه راز په دوبي کې د هوا منځني درجه هم ټيټه شوې او د هوا د لندې درجه هم د پخوا په نسبت اوچته شوې ده ٠ رئيس جيان يي جي د دغه ښار د راتلونکي د يادولو په وخت کې وويل تر ٢٠١٥ کاله پوري په دي ښار کې د لس زرو هکتار شاړه غرونه به سمسور شي او يو داسي شين رنګه ايکولوژيکي دهلريز جوړ شي چه اوږدوالي او پلنوالي يي په جلا جلا توګه شپږ څلويښت او څلور کيلو مترو ته ورسيږي ٠