<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-28 16:59:57    
د علم او تخنيک په اتکا د ياموت توليدي اندازه زياته شويده

cri

تاسو ته معلومه ده چه د چين شينجيانګ داسي سيمه ده چه مساحت يي د هيواد د نورو ولايتونو نه ډير لوي دی او په بيلا بيلو ځايونو کي ډول ډول ميوې توليديږي مثلا خټکي ، هندوانه ، انګور او داسي نور . خو کورلا يو ګوښه ځاي دی او په چينايانو کي زيات شهرت نه لري ،مګر کله چه د کورلا ياموت ياديږي ، هر څوک ورڅخه ستاينه کوي . په ويغوري ژبه ياموت بوشبوي ناک مانا لري ، له دي امله چه ياموت دا ځانګړي لري چه پوستکي يي نرم ، اوبه يي زياتې او بوي يي ښه دی ، نو د چين په داخل او بهر کي ډير شهرت موندلی دی . که څه هم د ياموت کرنه د شينګجيانک د کورلا په سيمه کي دوه زره کاله تاريخ لري ، خو يوازي د وروستيو لسو کالو راهيسي د ياموت د کرنې ساحې ډيرې پراخې او توليدي اندازه يي ډيره زياته شويده ، علت يي څه د ی ؟ علت يي دا دی د علمي او تخنيکي ميتود په اتکا د ياموت توليدي اندازه ډيره لوړه شويده .

چار باغ علاقه دارې د شاه باغ کلی د کورلا ياموت يوه لويه توليدي اډه ده او د ياموت په باغ کي خبريالې له بزګر توددي يکپر سره مرکه وکړه چه هغه د ياموت د په کرلو ډيره تکړه دی او دده تخنيک د ياموت د کرنې په ساحه کي ډير مشهور دی .

د ياموت ونه ډيره جګه ده او عمومأ اوه اته متره لوړوالي لري ، خو پخوا ميوه يي ډيره کوچنی وه او توليدي اندازه يي ډيره ټيټه وه . يو وار توددي يکپر د ياموت د توليدي اندازې د لوړولو او د ياموت د کيفيت د ښه کولو نوي طريقه پيدا کړه ، هغه وويل يوه ورځ ما وليدل چه په باغ کي د ياموت يوه زړه ونه چه عمر يي د اوياوو کالو نه زيات دی ، د مړاوي په حال کي ده ، و نه مې غوښتل چه ونه په پوره توګه له

منځه يوسم ، نو مړه شوې تنه مې په اره پرې کړه ، مګر د اټکل نه وتلی کار دا و چه د تنې په څنګ کي نوي ښاخ پورته او ورو ورو غټ شو . سره له دې چه ونه ټيټه شوه ، خو ميوې يي د پخوا نه ډيرې لويې او زياتې شوې . د کورلا د ياموت د څيړنې مرکز ژر دغه خبر واخيست او فني پرسونل يي د توددي يکپر کور ته وروليږل او د تجربو د راغونډولو نه وروسته يي دغه تخنيک په ټول ښار کي مروج شو چه په نيتجه کي ددې تخنيک د ترويج له امله د ياموت د هرې ونې توليدي اندازه د پخوا نه په سلو کي له پنځلسو نه تر ديرشو پوري لوړه شوي او کيفيت يي هم ښه شويدی .

د کورلا د ياموت د څيړنې د مرکز رييس لي شه چيانګ خبريالې ته وويل چه اوس ښاروالي د ياموت د روزنې د تخنيکونو ترويج ته ډير اهميت ورکوي او تخنيکي څانګې او د ياموت مرکز هرې علاقه دارۍ ته دوه درې فني پرسونل ورليږلي دي چه دوي هره ورځ د بزګرانو سره يو ځاي کار کوي څو چه تخنيکي مسئلې حل کړي او په عين وخت کي ددوي تخنيکي روزنه هم تر سره کړي . پرته له دي نه د ياموت د روزنې په برخه کي تکړه بزګرانو ته د امتحان نه وروسته د بزګري تخنيکدارتصديقنامې ورکول کيږي چه توددي يکپر د عالي تخنيکدار په نامه وټاکل شو او د کرنې په پوهنځي کي يي هم محصلينو ته درسونونه ورکړل .

پرته له د ياموت د روزنې نه د دې ميوې د اوږدې مودې ذخيرې او بسته بندي دپاره نوي تخنيکونه هم استعمال شويدي ، نو نن ورځ د کال په هر فصل کي د هيواد په هر ځال کي ليدل کيږي . ښاغلي داي داو ده چه د چين د مرکزي سيمې د سه چوان ولايت څخه راغلی دی ، د نوس سوه نهه نويم کال نه راهيسې د ياموت په سوداګری لاس پوري کوي ، هغه د ياموت د تازه ګۍ د ساتلو تخنيک وستايه او و يي ويل اوس د ياموت د تازه ګۍ د ساتلو تخنيک ډير پوخ دی ، زما لخوا اخيستل شوي ياموتونه په کورلا کي ذخيره شوی دي او د راتلونکي کال تر مي يا جون پوري لاهم تازه وي لکه له ونو څخه تازه شکول شويدي .

اوس کورلا لخوا توليد شوي ياموتونه نه يوازي د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته برابريږي ، بلکې جاپان ، کاناډا ، تايلند ، ماليزيا او سينګاپور ته صادريږي .