<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-28 18:10:34    
اوه کلنی نجلۍ د چين د افتخار په نامه لقب وګاټه

cri

د چين د عامه امنيت د وزارت او د مرکزی ټلويزيون لخوا د چين د افتخار په نامه د لقب د انتخابولو فعاليت لږه موده د مخه تر سره شو او شپږو تنو او شپږو موسسو دغه لقب وګاټه چه په دی کی يوه اوه کلنی نجلۍ وه ٠ اوس به د دی نجلۍ په باره کی معلومات تاسو ته وړاندی کړو ٠

اوه کلنی نجلۍ چه يوان يوان نوميږي ، د چين د شن جن ښار د يوه ښوونځی په دريم ټولګی کی درس لولی او هوښياره او ښکلی نجلۍ ده ٠ د تير کال د نوامبر په شپږلسمه نيټه ماښام نجلۍ يوان يوان په کور کی تمرين کاوه ٠ پلار ئی د بی پروائۍ په اثر پښه زخمه شوه ، لازمه ده چه پيښه ئی په تودو اوبو کی واچوی ، نو مور ئی د پلار سره د مرستی لپاره هم د ځان مينځلو کوټی ته ننوتله ٠ نجلۍ يوان يوان د خپلو تمريناتو د بشپړولو نه وروسته مور ته غږ وکړ ، خو د څو ځلو ناری وهلو نه وروسته هيڅ ځواب نه و ٠ نجلۍ يوان يوان ځان مينځلو کوټی دروازی ته ورسيده او وئی اوريدل چه دنند په کوټه کی اوبه د توئيدو په حال کی وې او د ګازډير تيز بوی تر سږمو شو ٠ نجلۍ په زوره دروازه خلاصه کړه او و ئی ليدل چه پلار او مور ئی دواړه په مځکه پراته وو ٠

نجلۍ په دی اضطراری موقع کی وارخطا و نه شوه ٠ هغه د ځان د نجات لپاره د هغو معلوماتو سره سم چه په مکتب کی ئی زده کړی دی ، سمدلاسه د ګاز سويچ وټاړه ، د لرګی په واسطه ئی کړکی خلاصه کړه او بيا ئی د امبولانس ګروپ ته تېليون وکړ ٠ بيا وروسته ئی په تېليفون څو خپلوانو ته د مرستی غوښتنه وکړه ٠ ورپسی پوليس او امبولانس ژر ژر ورسيدل او د ډاکترانو د عاجل علاج په اثر پلار او مور ئی له مرګ نه

نجات وموند ٠ ډاکتر وويل که چيری پلار او مور ئی لس دقيقی نوری هم ناوخته ورسيدلی وای ، نو پلار او مور به ئی له دنيا څخه لاړ شي ٠

يوان يوان وويل چه د چين د افتخار په نامه د لقب د ګټلو له امله ډيره خوشحاله يم ٠ زه د ښوونکو او همصنفيانو نه ډيره مننه کوم ٠ د دې مسئلی په ځواب کی چه په اضطراری موقع کی ولی په أرام زړه اقدام کولی شي ، اوه کلنی نجلۍ داسی وويل ځکه چه په مکتب کی د غسی معلومات می لاس ته راوړی دی ، نو د هغو سره سم می د نجات کار وکړ ٠ زه له دغه درس سره ډيره علاقه لرم او په دی درس کی می پوه شوم چه د اضطراری حالاتو د رامنځته کيدو په وخت کی څنګه ځان نجات او د نورو کسانو سره مرسته وکړم ٠

دغه راز نجلۍ يوان يوان د سندرو ويلو او نڅا کولو سره هم مينه لری او د ووشو په کورس کی ګډون کوی ٠

د نجلۍ يوان يوان ښوونکی وويل چه اوس ډير پلرونه او ميندی خپل ماشوم تشويقوی چه د پيانو او انګلسی ژبی د زده کړی لپاره هڅه وکړی ، خو د ماشومانو د ځان د نجات په باب معلومات دوی ته ور نه کوی ٠ له دې څخه نګلۍ يوان يوان د چين د افتخار په نامه لقب وګاټه ، څرګنديږي چه لويان بايد د ماشومانو د ځان د نجات او د ناڅاپه پيښو د رامنځته کيدو په وخت کی د نورو سره د مرستی روزنی ته اهميت او پاملرنه ورکړي ٠

اوس د چين د شن جن په ښار کی په زيات شمير ښوونځيو کی د زده کوونکو د ځان د نجات درسونه خلاص کړيدی ٠ دغه درس د ماشومانو د ودی لپاره ستر اهميت لری ٠

نجلۍ يوان يوان د ناڅاپه پيښو په وخت کی وارخطا و نه شوه او له درسونو څخه د لاس ته راوړلو معلوماتو له لاری ئی خپل پلار او مور له مرګ څخه ژغورلی دی ٠