د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هند او ايران استازو د دسمبر په اته ويشتمه نېټه په تهران کی په دوه ورځنيو خبرو اترو پيل وکړ او له ايران څخه د پاکستان له لارې هند ته د نل ليکې د پروژې په هکله يی سلامشوره وکړه.
د هند د نفتو او طبيعی ګاز د وزارت وياند په همدې ورځ وويل چه دواړه خواوې به د طبيعی ګاز د نل ليکې د غزولو د لارو، تخنيک،پيسی، قانون او د ايران د طبيعی ګاز د بيی د مسئلو په هکله سلامشوره وکړی. هند به په خبرو اترو کی پر دې پروژې سر بېره د هند او پاکستان تر منځ د ديالوګ د حالت په اړه هم ايران خبر کړی.