د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين او پاکستان په همکارۍ د چاشما د ذروی بريښنا د سټيشن جوړولو په هکله د پروژې د دوهم پړاو د پيل مراسم د دسمبر په اته ويشتمه نيټه د پاکستان په جنوب لويديځ د ميانوالی په ښارګوټی کی ترسره شول .
د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز او د چين او پاکستان د اړوندو ارګانونو چارواکو په دغو مراسمو کی برخه درلوده . ښاغلی عزيز وويل : نن ورځ د چاشما د ذروی بريښنا سټيشن د ماشينونو د دوهمی برخی دکانکريټو پروژې په اړوند د مراسمو جوړيدل د چين او پاکستان ترمنځ ددوستی د ټينګتياپه لاره کی يوه نوی نښی ګڼله کيږی او په دی ترڅ کی دا هم څرګندوی چه پاکستان د ذروی تکنالوجی د استعمال په برخه کی نوی ګام پورته کړی دی .
د دغه ستيشن د جوړولو د پروژې د دوهم پړاؤ په باب د چين او پاکستان ترمنځ قرارداد د تيرکال د می په مياشت کی لاسليک شوی ؤ . ددی پروژې په کار لويدو نه وروسته به د پاکستان د انرژی د توليد وضع ډيره ښه شی .