<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-29 21:18:08    
هند او پاکستان د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د ګاز د پايپ لين د غزيدو له پروژې څخه ټينګ ملاتړ کوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د ايران د نفتو د وزارت مرستيال محمد هادی نژاد حسينيان د دسمبر په ٢٩ نېټه د هند په مرکز نوی ډيلی کښی وويل چه که څه هم هند او پاکستان د امريکې له فشار سره مخامخ دی، خو بيا هم دواړه هيوادونه له ايران څخه د پاکستان له لاری هند ته د ګاز د پايپ لين د غزيدو له سترې پروژې څخه ټينګ ملاتړ کوی٠

ښاغلی نژاد حسينيان په همدې ورځ د هند د نفتو او ګاز د وزارت له منشی سوشيل تريپاتی سره د خبرو اترو نه وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د ګاز راتلونکی پايپ لين د هند او ايران ترمنځ د ټينګې اړيکې نښه ګڼله کيږی او د اوو مليارډو په بيه دا پروژه به دی سيمې ته سوله او سمسورتيا ورسوی ٠