<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-30 17:58:37    
د چين فلم د نړۍ په لور پرمختګ کوي

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چين د اقتصاد په چټک پرمختګ سره د چين فلمونه هم په نړۍ کی د زياتې توجه وړ ګرځېدلي دي. روان کال د نړۍ په څه دپاسه شلو هېوادونو او سيمو کی د چين د فلمونو زيات نندارتونونه جوړ شوي او څه نا څه سل چينی فلمونه د فلمونو په ډول ډول بين المللی فيستوالونو کی ښودل شويدي چی له لسو نه زياتو فلمونو جايزې هم ګټلی دي. زيات شمېر بهرنيانو د چيني فلمونو د کتلو له لارې، د چين د ټولنې او کلتور په اړه ګټور معلومات تر لاسه کړيدي . د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی د نړۍ په لور د چين د فلمونو د پرمختګ په هکله څه معلومات واورئ.
د تېرې پېړۍ د اومې لسيزې له پای راهيسی، د چين حکومت د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پلی کړې ده چه له امله د چين د فلم جوړولو چارو چټک پرمختګ موندلی دی .
(لومړی اواز)
همدا اوس مو د ژيړې ځمکې په نامه فلم کی يوه لنډه برخه واوريده . دغه فلم د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کی جوړه شوې او د فلم جوړولو نوي طريقه استعماله شويده چه نندارچيان بي پايه ژيړې زمکې ، د چين د دوهم لوي سيند ژيړ سيندڅپاندې اوبه ، د واده تاوده مراسم ، د باران د غوښتلو مراسم او داسي نور تر سترګو کيږي .
همدغه فلم د هاوايي د بين المللي فلمي فيستيوال په ګډون درو لويو فيستيوالونو کې لويې جايزې ګټلي دي . د دغه فلم عکاس چن کاي ګه او دايريکتر جان يي مو په هغه وخت کې تازه د فلم په پوهنځي څخه فارغ شول او و يي غوښتل چه د فلم اخيستلو په ترڅ کې نوي نظريې او طريقې استعمال کړي . چن کاي ګه چه اوس يو مشهور دايرکتر دی ، داسي وويل
( دوهم أواز )
د پخواني عنعنوي طريقې په ځاي د نوي طريقې استعمال د ځوانانو حتمی أرزو ده ځکه چه دوي دا نظر لري چه د پيشينيانو توان ددوي نه کمزوری دی . فلم جوړول د وريښمينو ټوکرانو د اودلو په شان کار دی او زما په نظر د چينايانو نه ستومانه کيدونکې روحيه ډيره مهمه ده .
دايرکتر جان يي مو په ١٩٨٧ کال کې د سره ږدن په نامه خپل لومړی فلم جوړ کړی چه همدغه فلم د برلين په فلمي فيستيوال کې د طلايي يږ په نامه جايزه ، دده بل فلم چه د سره څراغ په نامه ياديږي او په ١٩٩١کال کې واخيستل شو ، د ايتاليې د وينيس په فلمي فيستيوال کي د طلايي زمري په نامه جايزه ، د ژوندپه نامه فلم په ١٩٩٤ کال کې په فرانسه کې لويه جايزه تر لاسه کړيده . نو ويل کيږي چه جانګ يي مو د چين په دننه او بهر کي ډير شهرت موندلی دی . هغه وويل
(دريم أواز)
د فلم جوړولو په ساحه کې تر وسې پورې کوشش کوم چه خپله أرزو او نظريه نندارچيانو ته څرګنده کړم نه يوازي په تصويرونو کې ډيرې ښکلي او تودې منظرې ليدل کيږي بلکې د فلم په اصلي موضوع کې هم له هيجان څخه ډک احساسات څرګنديږي .
د چين د ګون فو فلمونه لومړی د فلم په نړيوال بازار کې داخل شويدي او په وروستيو کلونو کې دغه ډول فلمونو ډير پرمختګ کړی او په نړۍ کې يي زيات نندراچيان راجلب کړيدي . د بيلګې په توګه د قهرمان په نامه فلم چه په ٢٠٠٢ کال کې د جانګ يي مو لخوا دايرکتر شو او دوه زره کاله دمخه د جګړې په اړه کيسه يي منعکسه کړيده ، د همدې کال په اکتوبر کې په شمالي امريکايي لويه وچه کې وښودل شو او د ښودلو په لومړې ورځ کې د اتو مليونو شپږو لکو امريکايي ډالرو په ارزښت ټکټونه پلورل شويدي . د دې فلم نه پرته د ګون فو نور فلمونه هم زړه جلبوونکي دي .
د امريکې د جنوبي کارليفورنيا پوهنتون په اړه د ختيځې اسيا د څيړونکي مرکز پروفيسر لو سه ديان وويل
( څلورم أواز)
د چين فلمونو په تيره بيا د ګون فو فلمونو ځکه په امريکا کي ستر برياليتوبونه ترلاسه کړيدي ، علت يي دا دی چه په دغو فلمونو کي ډيرو مشهورو لوبغاړو او دايرکترانو برخه اخيستې ده او بهرنيو نندارچيانو ته يي ښې خاطرې ايښودلي دي .