<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-31 18:08:08    
د پور ور کولو کوپراتيف د نيو کورونو د جوړولو دپاره له بزګرانو سره مرسته کوی

cri

د شان سی بزګر لی ګن باو به د خښتو څخه په نوی جوړ شوی کور کی پسرلنی جشن تير کړي .هغه وويل چی زما د نوی کور د جوړولو ٢٠ زره ژن مين بی يوانه پيسی مصرفی شوی دی .د حکومت د مرستی نه پرته د پور ور کولو کوپراتيف هم ما ته ٥ زره ژن مين بی يوانه پور راکړی .که دغه پور نه وای ،امکان شته چی د سږ کال په ژمی کی په کيږدۍ کی پاتی شوی وی .

دوه کاله دمخه د مسلسلو بارانونو د اورښت له امله د شان سی د جيانګ چون د علاقه داری د تو دی ميو په کلی کی ټول کورونه نړيدلی وو او په سلګونه تنه کليوال د ملکی چارو د څانګو له خوا په برابرو شو يو کيږديو کی اوسيدل .د خلکو د ژوند د چاپيريال د ښه والی دپاره حکومت پريکړه وکړه چی دغه کليوال بل ځای ته نقل کړی .د دی پلان تطبيق پيسو ته اړتيا لری .نو د پور ور کولو کوپراتيف د لسو علاقه داريو په اړه د ٢٤ کليو د اتو زرو تنو په ګډون ١٦٩٧ کورونو ته ١٣ مليونه ٥ سوه ٨٠ زره پورونه ور کړل .اوس دلته دا ليدل کيږی چی نوی کورونه قطار په قطار ولاړ دی .خلکو په خوښی سره وويل چی د پور ور کولو کوپراتيف له مونږ سره زياته مرسته وکړه او نوی کورونه مو جوړ کړل .

د احصائيی له مخی د نژديو ٣ کلونو راهيسی د پور ور کولو کوپراتيفونو د ٣٤٨٠ کورونو د نقلولو دپاره ٢٤ مليونه ٥٩٠ زره پورونه برابر کړی دی .د شان سی د پينګ لو ولسوالی د سی ګو کلی يوی ٥٠ کلنی بزګری چی ليو دونګ شيا نوميږی ،وويل چی پخوانی عايدات مو يوازی شپږ يا اته سوه يونه وو مګر د نوی کور له جوړيدو نه

وروسته د زيات عايداتو د تر لاسه کولو لاری چاری زياتې شوی دی او کلنی عايدات

مو يو زره ژن مين بی يوانو ته رسيدلی دی .

د کريديت کوپراتيف د لارو د اوارولو،د څاه د کيندلو او د اساسی تاسيساتو د جوړولو په برخه کی له هغو خلکو سره چی په غرنيو سيمو کی اواوسيږی او نورو ځايونو ته نه نقليږی ،مرستی کوی چی تر زياته حده پوری د دوی د ژوند او کارونو شرايط بدليږی .د احصائيی له مخی يوازی د لارو د اوارولو او د څاه د کيندلو په برخو کی کوپراتيف په تيرو ٣ کلونو کی بزګرانو ته ٥٢ مليونه يوانه پورونه ور کړی او ١٣٦٩٨ تنو بزګرانو له دغو پورونو څخه ګټی اخيستی دی .

د دسمبر په ٥ نېټه د شان سی د يوو چنګ د يان هو سيمی د شانګ وانګ علاقه داری د نيو ځوانګ کلی ٨٢ کلنی ميرمن يی لان اينګ وويل چی پخوا زمونږ په کلی کی لاره خاورينه وه .نو په ژمی کی واوره اوری ،لاره خرابه وه .اوس زما کور ته د سمټو لاره جوړه شوی ده .د يون چنګ ښار د پور ور کولو د کوپراتيف رئيس لان چانګ ګوو وويل چی دغه کوپراتيف د بزګرانو بانک دی او له بی وزلو بزګرانو سره مرسته کوی .د معلوماتو له مخی دغه کوپراتيف له بی وزلو کسانو سره د مرستی ميکانيزم جوړ کړی دی او د بی وزلو کسانو سهر د مرستی په عين وخت کی يی هم ګټی اخيستی دي .د تير اکتوبر تر پايه پوری د دغی سيمی په بانکونو کی پس اندازونه ١٢ ملياردو ٩ سوو مليونو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی دی چی دا رقم د سږ کال د پيل په نسبت په سلو کی ١١.٦ زيات شوی دی .