د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د دسمبر په يودېرشمه نېټه د چين د سوداګرۍ وزارت څرګنده کړی د دې لپاره چه د پاکستان په زلزې ځپلو سيمو کی خلک په ارامه توګه ژمی تېر کړی، د چين حکومت يو ځل بيا پاکستان ته د دوو مليونو پنځه لکو امريکايی ډالرو په ارزښت مرستی مالونه ټاکلی دی او لومړنی مرستی يی د دسمبر په دېرشمه نېټه اسلام اباد ته ورسيدې.
سږ کال د اکتوبر په لومړی لسيزه کی په پاکستان کی د زلزلې له پيښېدو راهيسی، د چين حکومت دری ځله له پاکستان سره د شپږويشتو مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت مرستی کړي دی.