<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-01 15:35:24    
نوی کال مو مبارک شه!

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم! نن د ٢٠٠٦ کال لومړی ورځ ده، مونږ هيله لرو چی تاسی محترم اوريدونکی روغ جوړ اوسئی او د مبارکی په وړاندی کولو درنه وايو نوی کال مو نېکمرغه او مبارک شه! نن به مونږ يو ځانګړی پروګرام تاسو ته وړاندی کړو چی د پښتو څانګی ټول کارکوونکی له تاسو سره يو ځای د نوی کال دغه جشن ونمانځی ٠ په تير کال کی مو د چينی او بهرنی موسيقی پروګرام خوږی او ښکلی سندرې يا نغمی تاسو ته وړاندی کړی چی نه يوازی لرغونی يا معاصرې بلکی چينی يا بين المللی موسيقی هم پکی شامله وه ٠ زمونږ هدف دا دی چی ستاسی د خوښی سره سم مطالب وړاندی کړو٠ په راتلونکو ورځو کی به مونږ په دوامداره توګه لازياتی خوندورې سندرې يا نغمې خپره کړو او هيله لرو چی تاسی تل د يکشنبه مو نيکمرغه په نامه زمونږ پروګرام واورئی٠

اوس به د پښتو څانګی نوی او ځوان ملګری د نوی کال په مناسبت لنډی خبری

وکړی٠

(أواز ١) ګرانو اوريدونکو : اسلام عليکم ! زه چين جونګ يم .ډيره خوشحاله يم چه په تېر کال کی می د مونږ او اوريدونکی په پروګرام کی له رمز صاحب سره ستاسو خدمت وکړ . د تير کال د سپتامبر راهيسی ، ما د ښځه او ټولنې پروګرام د خپرونی مسؤليت په غاړه اخيستی او په راتلونکی کال کی به زه په مداومه توګه دغه پروګرام جوړوم .په تېر کال کی ستاسو له مرستې او ملاتړ څخه ډيره ډيره مننه کوم . د نوي کال مو مبارک شی !

(أواز ٢) ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه شی مونګ يم . چين ته د سفر پروګرام وړاندی کول زما پر غاړه دی او تاسو ته می په چين کی د ليدو وړ زيات ځايونه درپېژندلی دی . هېله ده تاسی چين ته په سفر راشی او هغه ځايونه پخپله وګوری . زه به په مداومه توګه د لنډو څپو له لاری ستاسو لپاره خدمت وکړم او نوی کال مو مبارک شه !

(أواز ٣) ګرانو اوريدونکو،نوی کال مو مبارک شه ،د نوی عيسوی کال د رارسيدو په وخت کی زه هيله لرم چی زما په پروګرامونو کی يعنی د چين د اقتصاد او د کرنی او کلو په پروګرامونو کی لازيات معلومات تاسو ته وړاندی کړم .دغه راز هيله لرم د دغو پروګرامونو په اړه را ته ارزښتناک وړانديزونه وليکی .او په پای کی هيلمنده يم چی تاسو ټول نيکمرغه او لا نور ښه ژوند ولری .

(أواز ٤) ګرانو اورېدونکو! نوی کال مبارک شه! زه لولو يم . په تېر کال کی می له تاسو ته د چينی ژبی د لوست پروګرام جوړ کړيدی. زما له پروګرام څخه راضی ياست؟ په نوی کال کی به دغه پروګرام ته دوام ورکړم او د دغه پروګرام د ښه والی لپاره به لا زيات کوشش وکړم. مهربانی وکړئ چه خپلی ارزښناکی نظريی او پيشنهادونه ما ته راوليږی. هيله لرم چې په نوی کال کې د چينی ژبې د زده کړی لپاره زياته هڅه وکړئ او خوشاله ژوند واوسی.

(أواز ٥) ګرانو اورېدونکو ، زه ډيوه يم ٠ ٢٠٠٥ کال تازه تير شو ، په دې کال کی زمونږ د پروګرامونو له اوريدلو او ملاتړ کولو څخه ډيره زياته مننه کوم ٠ هيله مې دا ده چه زمونږ خبرونه ، تبصرې او مضمونونه تاسو ته ګټور معلومات وړاندی کړئ ٠ نوی کال رارسيدلی دی ، زه د زړه له کومې هيله لرم چه ستاسو ژوند نيکمرغه او خوشحاله وي او تل زمونږ پروګرامونه واورئ ! زه د سپورت نړۍ د پروګرام وړاندی کولو دنده پر غاړه لرم ، په دې پروګرام کی تاسو ته د چينی او نړيوالو مسابقو او غوره لوبغاړو په هکله معلومات برابريږي او وړاندی کيږي ٠ په نژدی راتلونکی کې به زمونږ خپرونې يو ساعت ته اوږدي شي ، زه به د نامتو څېرو په نامه د پروګرام جوړولو دنده هم پر غاړه واخلم ٠ هيله ده چې د دغو دواړو پروګرامونو له لاری ګټور معلومات تر لاسه کړي او زه به په دي ډېره خوشحاله شم چه د ليکونو او بريښنا ليکونو له لاری ما ته وړانيزونه راواستوي ٠

(أواز ٦) نوی کال مو مبارک شه. ګرانو اورېدونکو، زه سپوږمۍ يم! په ٢٠٠٦ کال کی به زه په دوامداره توګه تاسو ته د چين په باب يو لړ په زړه پوری کلتوری معلومات وړاندی کړم، له ښاغلي امان الله سره به ستاسی دپاره د مونږ او اورېدونکي پروګرام ثبت کړم او ستاسی ليکونو ته د ځواب ورکولو دنده به په غاړه واخلم. هيله من يم مونږ ته ليکونه يا د برېښنا ليکونه راولېږئ او ستاسی ليکونه به زمونږ په پروګرامونو کی خپاره شی، د پښتو هندارې په نامه ورځپاڼه کی ستاسی عکسونه يا اړونده معلومات چاپ شی. ستاسی د همکارۍ په هيله!

(أواز ٧) ګرانو اورېدنکو! زه هيله يم. په تير ٢٠٠٥ کال کی ما د خوښی کړی سندری او نغمی پروګرام تاسو ته وړاندی کړ او پکی مو تاسو ته د افغانستان ښکلې او په زړه پورې سندرې وړاندی کړې. هيله ده چه ستاسی ټولو اورېدونکو خوښی شوی وی. په نوی ٢٠٠٦کال کی به هم د دغه پروګرام په ترڅ کی هره اونې په همدې خپل وخت محترمو اورېدونکو ته ډېری زياتی ښی سندری وړاندې کړم. د خپرونې د لا بډاينی او ښکلا په خاطر د ګرانو اورېدونکو وړانديزونو او جوړونکو سلامشورو ته سترګې په لاره يم. هيله ده تاسی په راتلونکی کال کی روغ او خوشحاله وی.

( سندره )

ګرانو اوريدونکو، پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی، د جانګ ګيم په نامه د کوريا جمهوريت د تليويزيونی فلم څخه يوه مشهوره سندره واورئی چی نوم ئی هيله او ارزو ده٠ مونږ د چين له پلازمېنی بيجينګ څخه تاسی ته د زړه له کومی د مينی او خپل د خوښۍ وړ نېکې څرګند وو او هم مو هيله ده چی زمونږ دغه ځانګړی پروګرام له خوشحالی او نېکمرغی سره مل اوريدلی وي٠ خوشحاله اوسئ!