<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-01 16:12:34    
په نړۍ کی لومړی پيلوټ

cri

يوری ګاګارين په نړۍ کی لومړی پيلوټ و چی فضا ته يی سفر وکړ٠ هغه د ١٩٦١ کال د اپريل په دوولسمه نېټه د سهار په نهو بجو او اوو دقيقو په داسی حال کی چی نوی کيلوګرامه فضايی جامه يی اغوستی وه، د ختيځ لومړنی لمبر په نامه کيهانی بيړی په چلولو سره چی وزن يی څلور زره اوه سوه پنځه کيلو ګرامه وو، په يو ساعت اته ويشتو دقيقو کی يو ځل د ځمکی چارچاپيره چورلی وه، هغه هم په نړۍ کی لومړی تن و چی له خارجی فضا څخه يی د ځمکی پوره صورت ليدلی و٠ مګر له بده مرغه ګاګارين د ١٩٦٨ کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه په يوه نوبتی روزونکی الوتنه کی د خپلی الوتکی په لويدو سره مړ شو نو د اپريل دوولسمه نېټه د روسيی له خوا د کيهانی سفر د جشن په نامه وټاکل شوه او په سپوږمۍ کی يو غر هم د ده په نامه ونومول شو، نو ويل کيږی چی ګاګارين د أنسان د فضايی سفر د پرانستلو نښه ده٠ روسانو د فضانوردی په چارو کی وتلی برياليتوبونه سرته رسولی دی٠ يوه روسی ښځه چی تريشکووا نوميږی، داسی لومړی ښځه ده چی کيهان ته يی سفر وکړ٠ کله چی د ګاګارين د کيهانی سفر د برياليتوب خبر يی واوريد ، سمدلاسه يی د فضانوردی هغه ښوونځی ته چی ګاګارين پکی روزل شوی و، يو ليک وروليږه څو چی د ګاګارين په شان کيهان ته سفر وکړی٠ تريشکووا او نورو درو نجونو په ١٩٦٢ کال کی د جدی او دقيقی بدنی معاينی نه وروسته د دی ښوونځی له خوا ومنلی شوی٠ يو کال نه وروسته تريشکووا د ختيځ شپږم لمبر کيهانی پيړۍ په چلولو سره په اوياوو ساعتو او پنځوسو دقيقو کی دوه مليونه کيلومتره سفر وکړ او اته څلويښت ځله ئی د زمکی له مدار سره چورلی وه٠ يرته د دوی نه يو بل روسی کيهانی پيلوټ چی ليانوف نوميږی، په نړۍ کی داسی لومړی قهرمان دی چی د ١٩٦٥ کال د مارچ په اتلسمه نېټه يی په خارجی فضا کی دوولس دقيقی پلی شوی و٠ د ١٩٦٩ کال د جولای په شپاړلسمه نېټه د امريکی کيهانی پيلوټ چی ارمسترانګ نوميږی، د اپولو د يوولسمی لمبر په نامه کيهانی بيړۍ په چلولو سره په کيهانی سفر پيل وکړ او دوه نيمی ورځی وروسته کيهانی بيړۍ سپوږمۍ ته نژدی شوه او د همدی مياشتی په شلمه نېټه د ارمسترانګ له خوا چلول شوی سپوږمۍ کيناستونکی بيړۍ سپوږمۍ ته ښکته شوه او ارمسترانګ په همدی ورځ د سهار په لسو بجو له بيړۍ څخه سپوږمۍ ته ښکته شو٠ ارمسترانګ داسی ويلی و چی دا لومړی کوچنی ګام چی زما له خوا اوچت شوی دی ، د انسانانو له خوا اوچت شوی لوی ګام دی٠ ارمسترانګ په سپوږمۍ کی دوه نيم ساعته پاتی و او په سپوږمۍ کی د يادګار چلی او د امريکی يو ملی بيرغ درولی دی٠ دغه راز د ډبرو او خاورو نمونی يی لاس ته راوړی او په سپوږمۍ کی يی د علمی ازموينو دپاره تجهيزات هم اچولی وو٠ د يادونی وړ شخصيت چی دانيس تيتو نوميږی او د امريکی د يوه پانګه اچونکی شرکت مشر دی، په ٢٠٠٠ کال کی د روسيی سره يو موافقتنامه لاسليکه کړه او د دی موافقتنامی سره سم تيتو روسيی ته د شلو مليونو ډالرو په مرسته د ٢٠٠١ کال د اپريل په ديرشمه نېټه د دوو روسی کيهانی پيلوټانو سره يو ځای بين المللی فضايی ايستګاه ته ورسيد او د روسيی په فضايی کابين کی شپږ ورځی پاتی شو چی په دی توګه دانيس تيتو د نړۍ په لومړی کيهانی مسافر بدل شو٠