<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-01 19:13:36    
د پښتو انکشاف او تقويه ( لومړی برخه )

cri

د پښتو ژبې د احيا ، تعميم او انکشاف په باب چه کوم فرمانونه وخت په وخت صادر شوی دی هغه به پريږدو . خبره به له اساسی قانون نه شروع کړو چه د پښتو په باب يی څه مکلفيت په حکومت بلکه د دولت په ذمه کيښود او حکومتونه د پښتو سره څه وکړه ؟

اساسی قانون په پنځه ويشتمه ماده کی د پښتو په باب دولت ته دا وظيفه ورکړه .

( دولت موظف است پروګرام موثری برای انکشاف و تقويه زيان ملی پشتو وضع وتطبيق کند ) حکوم د انفاذ اوه کاله وشوه او په دغومره وخت کی تراوسه لا د دغه موثر پروګرام درک نه دی معلوم .

د حکومتونو د کار او فعاليت د سرعت اندازه لههمدينه معلومولی شوو .

د چا به هير نه وی چه د ښاغلی داکتر محمد يوسف په انتقالی حکومتکی دغه کار د اساسی قانون له انفاذسره سم شروع شو او يو لوی انجمن وټاکل شو چه د پښتو ټولنې اعضا د پوهنتون غړی ، د مطبوعاتو او د پوهنې وزارتونو اراکين د وزيرانو پهشمول د عدليې وزير او د قبايلو رئيس پکی ګډون درلود .

دا لوی انجمن په وړو کميټو د وظايفو د تقسيم په اساس وويشل شو اود پښتو ژبې په مختلفو اړخونو مطالعات شروع شوه چه په نتيجه کی دغه پروګرام د وزيرانوعالی مجلس نه د دوړاندی کيدو لپاره اماده شو . مګر انتقالی حکومتخپل عمر اصلی حکومت ته وباخښه او دا کار نورو ته په ميراث پاتی شو .

وروسته تر دی هر حکومت چه راته قانون مکلف و چه د خط مشی په نامه د خپل کار او فعاليت پلان او پروګرام ولسی جرګی ته وړاندی کړی او ملت ته يو څه وعدی ورکړی چه دوی څه کوی او اساسی قانون ترڅه حده تطبيقوی ؟

د دی لامله چه د پښتو موضوع په اساسی قانون کی داخله او شامله وه او د ملت له خوا خم دغه غوښتنه موچوده وه ، هر حکومت پخپله خط مشی کی دا مسئله ذکر کړه او دپښتو د انکشاف او تقويې وعده يی خلکو ته ورکړه چه د ذلرورو حکومتونو په خط مشی کی پښتو پالنه شامله ده ، يعنی هغه مشترک ټکی چه د دغو حکومتونو په تګ لارو کی متفق عليه ګڼل شوی دی يو له هغه څخه د پتو ژبې انکشاف اوتقويه ده چه په ولسی جرګه کی يی ټولو وکيلانو لکه دپښتو نستان مسئله بالانفاق تاييد و تاکيد کړی دی .

د اعتماد د رايې له جرياناتو نه داسی معلوميږی چه که يو حکومت پخپله خط مشی کی د پښتو پالنه شامله نکړی له رد او سقوط سره به مواجه شی مګر سره له دغه اهميته چه پښتو ژبه يی د اساسی قانون په حکم لری په عمل کی دغه حکم تراوسه ندی عملی شوی .

له انتقالی حکومت نهوروسته حکومت دومره وکړه چه د کميټو کارونه يعنی د پښتو دوسيه بيا روی کار کړه او دوهم ځل غور او مطالعه لهسره شورع شوه چه څه موده يی خبرونه هم په راديو کی خپاره شوه .