<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-02 16:06:39    
د ٢٠٠٥ کال لس مهم خبرونه چه د چين د سی ار ای راډيو او د خلکو د ورځپاڼی لخوا انتخاب شوی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ، نن د ٢٠٠٦ نوی عيسوی کال دوهمه ورځ ده . تر هر څه لومړی مونږ د زړه له کومی په نوی يوه کال کی ستاسو د خوشحالی ، روغتيا ، د کار برياليتوب او د کورنی نيکمرغی غواړو .

تير ٢٠٠٥ کال يو غير معمولی کال و او پکی د نړۍ په لروبر کی ډيرې سترې او مهمی پېښی وشوی . د دی کال سره د مخه ښی کولو په مناسبت د چين د سی ار ای راډيو او د خلکو د ورځپاڼی لخواد ٢٠٠٥ کال لس مهم خبرونه انتخاب شوی دی او په دی ډول دي :

لومړی خبر - ددی کال د جنوری په ١٤ نيټه د خويګينس په نامه يوه پلټونکی دستګاه په سالمه توګه د شپږم شميره کيوان ستوری ته پورته شوه او ډير زيات ابتدايی علمی معلومات يی ترې ترلاسه کړل . دغه راز د تير اکتوبر په ١٢ نيټه د شنجو په نامه ٦ م شميره انسان وړونکی بيړۍ چه چين پخپله ډيزاين او جوړه کړې وه ، بهرنی فضا ته وتوغوله شوه او دوه تنه فضانوردان په بهرنی فضا کی له څو ازموينو نه وروسته په ١٧ مه نيټه بيرته مځکې ته راستانه شول .

دوهم خبر_ د تير جنوری په وروسنيو ورځو کی په عراق کی د جګړی نه وروسته د دغه هيواد د څو ګوندونو په ګډون لومړنی ټولټاکنی ترسره شوی ، خو بيا هم له دی نه وروسته د عراق د بيا رغاونی بهير په ګران او سخت ډول پرمخ روان دی .

دريم خبر _ د تير مارچ په ٢١ نيټه د ملګرو ملتونو سرمنشی کوفی عنان د دغه

سازمان د اصلاحاتو په هکله وړانديزونه په ډاګه کړل او په دی ډول په رسمی توګه د م م د اصلاحاتو د موضوع په باب بحثونه پيل شول او په ځانکړی ډول د امنيت د شورا پراختيا د زياتی توجه او پاملرنی وړ مسئله ګرځيدلی ده .د جاپان ، هند ، برازيل او المان په ګډون د ٤ هيوادونو ډلی غوښتی دی چه له دی فرصت نه په استفادی سره د امنيت شورا غړيتوب وګټی . خو د تير سپټمبر په مياشت کی د م م په سرمشريزه غونډه کی په دی هکله مختلفی خواوی موافقی ته ونه رسيدلی .

څلورم خبر _ د چين په شمول زياتو هيوادونو په دی کال کی د فاشيزم په ضدپه دوهمه نړيواله جګړه کی د برۍ د ٦٠می کاليزی د يادونی بيلا بيل مراسم ترسره کړل . په دی ترڅ کی يوازی د جاپان صدراعظم جونيچروکويزومی لا هم د ياسونی له معبد څخه ليدنه وکړه چه هلته د دوهمی نړيوالی جګړې د ای درجه جنګی مجرمينو لوحې پرتې دي . نو په دی وجه د اسيا له ګاونديو هيوادونو سره د جاپان د اړيکو پرمختيا ته سخت تاوان رسيدلی دی .

پنځم خبر _ د اروپايی ټولنی د اساسی قانون تړون د می په پای او د جون په لومړنيو ورځو کی په واره سره د فرانسی او هالنډ د عمومی ټولپوښتنو په ترڅ کی رد شو . د جون په ١٥ نيټه د اروپايی ټولنی د کميسيون مشر باروسو اعلان وکړ چه د دغه تړون د منلو پروګرام وځنډيږی .

شپږم خبر _ د جولای په ٧ نيټه د برتانيی په پلازمينه لندن کی يو لړ سختی چاودنی وشوې چه په تاريخ کی ساری نه درلود ، په دی چاودنو کی ٥٦ تنه مړه او نورڅه د پاسه اووه سوه تنه ټپيان شول . د همدی مياشتی په پای کی د مصر پر شرم الشيخ استراحتځی ښار باندی د لوی ترهګر بريد په ترڅ کی هم ٦٤ تنه ووژل شول . د تير نوامبرپه نهمه نيټه د اردن په پلازمينه عمان کی د ځان وژنی يوه بمی چاودنه وشوه او په دی پيښه کی ٥٧ تنه کسان مړه شول .

اووم خبر _ د تير جولای په ٢٦ نيټه د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی په هکله د ٦ خواؤ ترمنځ د خبرواترو شپږم پړاو په بيجينګ کی پيل شو او د دوو مرحله ايزو سلامشورو نه وروسته مختلفو برخه والو خواؤ د سپټمبر په ١٩ نيټه د دغو خبرواترو په بهير کی لومړنی ګډه اعلاميه تصويبه کړه او مهم مرحله ايز برياليتوب يی ترلاسه کړ . ديموکراتيکی کوريا په ښکاره توګه له ذروی پلان نه د لاس اخيستلو ژمنه وکړه او امريکی هم ژمنه وکړه چه پر کوريا باندی به پوځی بريد ونه کړی . په دی تير کال کی د ايران ذروی موضوع پيچلی ښکاريده . له دې امله چه ايران د تير اګيسټ په مياشت کی د يورانيوم د تبديلولو په فعاليتونو بيا پيل وکړ ، د اروپايی ټولنی او ايران ترمنځ په دی اړه خبری اتری ودريدې .

اتم خبر_ د سپټمبر په ١٥ نيټه د چين د دولت رييس هو جين تاو د م م د سازمان د جوړيدو د ٦٠ می کاليزی په سرمشريزه غونډ ه کی د يوی هوسا نړۍ د رامنځ ته کولو په باب وړانديز وکړ . د دی کال په ترڅ کی د چين مشرانو په پراخه توګه په څواړخيزونړيوالو فعاليتونو کی برخه اخيستی او پکی يی په هراړخيز ډول د چين هغه دريځ څرګند کړ چه د سوله ايزی پرمختيا پر لاری باندی به ټينګار وکړی او د دسمبر په مياشت کی د چين حکومت د چين د سوله ايزی پرمختيا د لاری په باب سپين کتاب خپور کړ .

نهم خبر _ د تير اکتوبر په اتمه نيټه دپاکستان په شمال کی د ٧ اعشاريه ٦ په درجه سخته زلزله وشوه او د افغانستان او هندی کشمير په شمول پراخو سيمو کی د زلزلی ټکانونه محسوس شول او په دغه زلزله کی ٨٦ زره تنه خلک مړه او څلور لکه کورونه ونړيدل

لسم خبر _ په تير کال کی د چرګانو او مرغانو انفلونزا سرايت نه يوازی په اسيايی هيوادونو کی ، بلکی د رومانيی په شمول په يو شمير اروپايی هيوادونو کی هم کشف شو او د روغتيا نړيوال سازمان د نوامبر په لومړنيو ورځو کی د دغه ډول ساری ناروغۍ د وقايی او درملنی په باب نړيواله غونډه ترسره کړه .