<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-02 16:23:02    
د مغولو قوم ښځی له کوچنی اندازی پورونو څخه ګټی اخلی

cri

ګرانو اوريدونکو، د چين د اقتصاد په نننی پروګرام کی به د مغولو قوم د ښځو ژوند په باب معلومات وړاندی کړو.

د مغولو قوم د چين په شمال کی ميشته دې .٧ کاله دمخه ،د م مد پرمختيا پروګرام ادارې په داخلی مغولستان کی د کوچنی اندازی پورونو د برابرولو پلان په پلی کولو پيل وکړ چی د سيمی له بی وزلو ښځو سره مرسته وکړي .په نننی پروګرام کی به د يوی مغولی ښځی داسی حالت وګورو چی د کوچنی اندازی پور په کارولو د دی په ژوند کی څه بدلونونه رامنځته شوی دی ؟

(اواز.................) الاتن ګومک د داخلی مغولستان په ختيځ کی د بالاين يوو په وسلوالی کی د مغولو قوم يوه ښځه ده او داسی لومړی ښځه هم ده چی کوچنی اندازه پور يی ومانه .هغی وويل چی د ١٩٩٨ کال په پيل کی د کوچنی اندازی د پورونو د برابرولو پلان تر تطبيق لاندی راغلی دی چی د بی وزلو ښځو سره د مرستی دپاره د سيمی د ښځو د ګډون ټولنی او د م م د پرمختيا پروګرام د اداری له خوا په ګډه سره جوړ شوی دی او د پور کلنی اندازه يی يوازی څه د پاسه لس زرو ژن مين بی يوانو ته رسيږی چی د يو زرو دوو سوو امريکايی ډالرو سره برابر دی .له ٧ کالو راهيسی هغی د دغه پور په واسطه د ونو نيالګۍ اخيستی چی په شګنه زمکه کی يی د باد د مخنيوی او د شګو د کلکولو دپاره ايښی دی .په عين وخت کی يی د دغه پور په واسطه واښه وروزل او د پسونو او غوايانو د روزلو چاری يی په خپله تر سره کړی و.هغی وويل چی کوچنی اندازه پور د هغی دپاره ګټور دی (اواز.................) په دغه پلان کی له ګډون نه وروسته له کور څخه وتلی او له بهرنی نړۍ سره می تماس نيولی

دی نو د خپل ژوند پر راتلونکی پوره اعتماد لرم . دالاتن ګومک په مرستی د هغی د کليو زياتو ښځو په دغه پلان کی ګډون کړی دی .هغی وويل چی د دی پلان په رڼا کی د هر کور کلنی عايدات لس زره يوانه زيات شوی دی چی په نتيجه کی زيات کورونه له غربت څخه ليری شوی دی .

د دغه پلان د پوره پلی کولو دپاره محلی حکومت د کوچنی اندازی پورونو د منلو په مسئوليت يو سازمان چی د ښځو د دوامدار انکشاف ټولنه نوميږی ،جوړ کړ. د دغی ټولنی مشری سا وو لا وويل (اواز...............) زمونږ د ټولنی مرام دا دی چی د پيسو ،خبرونو،قوانينو او روغتيا په برخو کی ښځو ته مرستی برابروی .په کورنيو توليدی چارو کی د ښځو خدمتونه ډير دی خو پخوا دغه خدمتونه نه وو پيژندل شوی او ښځو کمه ښوونه منلی وه .نو د دی پلان عملی کول د ښځو د کار کيفيت د لوړولو دپاره ګټور دی .د يوخبر له مخی د تير کال تر پايه پوری ،دغی ټولنی ښځو ته د ١٥ مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه پورونه ور کړل او دری زره ٦ سوه ښځی له دغو پورونو څخه ګټی اخيستی دی چی په منځنی توګه د هر کور کلنی عايدات ١٥٠٠ ژن مين بی يوانه زياتيږی او په سلو کی ٧٠ کورنی له بی وزليتوب څخه ليری شوی دی .

ميرمن الاتن ګومک غواړی چی د خلکو دپاره نور ګټور کارونه وکړي .دهغی په کوششونو سره د داخلی مغولستان له خودمختار حکومت څخه د دوو سوو زرو ژن مين بی يوانو پورونه تر لاسه کړل چی د دغو پيسو يی د بی وزلو نجونو دپاره يو لومړی ښوونځی جوړ کړي چی په اساسی توګه د ښځو مقام لوړ کړي شی .

د الاتن ګومک د غوره خدمتونو له امله د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کی د کوچنی اندازی پورونو څخه د ګټی اخيستونکی په توګه د م م سرمنشی کوفی انان او د ده ميرمن د

دی سره کتنه وکړه او د دی د خدمتونو ستاينه يی وکړه .

ګرانو اوريدونکو ،.زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .