<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-02 16:59:35    
د شی لو دو په نامه د اوبو په واسطه د برېښنا د توليدولو مرکز

cri

په چين کی د شی لو دو په نامه د اوبو په واسطه د برېښنا د توليدولو د دوهم لوی مرکز د جوړېدو پروژه د دسمبر په شپږويتشمه نېټه په رسمی توګه پيل شوه . له دې څخه څرګندېږی چه د جين شه جيانګ سيند په اصلی جريان کی د اوبو برېښنا توليد حقيقی قدم پورته کړيدی.

د شی لو دو د اوبو پرېښنا مرکز د يون نان او سی چوان د دواړو ولايتونو په سرحدی سيند کی پروت دی. په دغه مرکز کی د اوبو د ذخيری لوړوالی شپږ سوه ميتره ، د اوبو د مخزن عمومی ظرفيت يی دوولس مليارده شپږ سوه اويا مليونه مکعب ميتره او د اوبو د کنترول ظرفيت يی شپږ مليارده څلور سوه شپېته مليونه مکعب ميتره دی.

د شی لو دو د اوبو برېښنا د مرکز له جوړېدو نه وروسته به د اوبو اساسی انرژي شپږ مليونه او شپږ لکه اوه پنځوس زره کيلو واټو او د برېښنا توليدولو کلنی اندازه هر ساعت څلورشپېته مليارده کيلو واټو ته ورسيږی او په عين وخت کی به د سن شا او د ګو جو با د اوبو برېښنا د مرکزونو اساسی انرژۍ درې لکه نه اويا زره دوه سوه کيلو واته او د اوبو د کموالی په موده کی به د برېښنا د توليدولو اندازه په ساعت کی يو مليارد اته سوه اتيا مليونه کيلو واټه زياته شی.

د سيلاونو د مخنيوی دپاره د شی لو دو د اوبو د مخزن ظرفيت څلور مليارده شپږ سوه پنځوس مليونه مکعب ميتره دی . د دغه مخزن او د نورو تدبيرونو په واسطه به د يی بين ، لو جو او چونګ چينګ په ښارونو کی د سيلاونو د مخنيوی معيار د چين د ښارونو د سيلاونو د مخنيوی له ټاکل شوی ميعار سره سمون وخوری.

د شی لو دو د اوبو برېښنا د پروژی له تر سره کېدو نه وروسته ب په لويه اندازه ښه برېښنا د اور د برېښنا پر ځای رامنځته شی او په دې اثر به هر کال د يو څلويښت مليونو ټنو په اندازه سکاره کم شی.

د تيوريکی لحاظه د جين شه جيانګ د سيند اوبو د ذخيرې اندازه يو سل دوو لس مليونو کيلو واټو ته رسېږی او د چين د اوبو د انرژۍ د عمومی اندازی په سلو کی شپاړس برخه نيسی. اټکل کيږی چه د دغه سيند د اوبو استعمالېدونکی انرژۍ څه دپاسه اويا مليونو کيلو واټه او د برېښنا د توليدولو کلنی اندازه به يی په ساعت کی درو سو دېرشو ملياردو کيلو واټو ته ورسيږی. دغه سيند د چين د اوبو د برېښنا د توليدولو په دوولسو مرکزونو کی لومړی ځای نيسی او له لوېديځ څخه ختيځ ته د برېښنا د ليږدولو په پلان کی د برېښنا د سرچينې مهمه اډه ده. د پلان سره سم به د جين شا جيانګ په سيند کی يوويشت د اوبو برېښنا مرکزونه جوړ شی .

په ٢٠٠٢ کال کی ، چين په رسمی توګه د سن شا عمومی شرکت ته اجازه ورکړه چه د جين شا جيانک په سيند کی د شی لو دو مرکز په شمول د اوبو برېښنا څلور مرکزونه جوړ کړی. په دغو څلورو مرکزونو کی به د جنراتورونو عمومی ظرفيت اته دېرشو مليونو کيلو واټو او د برېښنا د توليدولو کلنی اندازه به يو سلو څلور اويا ملياردو څلور سوو مليونو کيلو واټو ساعتو ته رسيږی.

د شی لو دو د اوبو برېښنا د مرکز پر پروژې به تقريبا پنځوس مليارده دری سوه مليونه ژن مين بی يوانه ولګېږی . اټکل کيږی چه دغه پروژه به په ٢٠١٥ کال کی بشپړه شی.