<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-03 18:59:39    
د ساينس او تکنالوژۍ استعمال

cri

* د ساينس او تکنالوژۍ استعمال

د سويدن د ستاکهولم د اولمپيک په پنځمو سپورتی لوبو کی لومړی ځل د سپکو اتلتيکو د مسابقو لپاره د وخت د شميرلو الکترونيکی ساعت او د عکاسۍ کامره نصبه شوه . په ځانګړی ډول د يادونی وړ خبره دا وه چه د مسابقو په مطلوب ځای کی نصب شوې کامرې په دغو سپورتی لوبو کی مهم رول ولوباوه . د ١٥٠٠ مترو په واټن د ځغاستی په مسابقه کی د دوهم او دريم نمبر ګټوونکو لوبغاړو برياليتوب ټول دری دقيقی ٥٦ثانيې ٩ ؤ .د سپورتی لوبو د پای ته رسيدو نه مخکی په کامره له اخيستل شويو عکسونو څخه په اسانه توګه د ياد شويو دواړو وزشکارانو د مقامونو د ټاکلو مسئله حله شوه . خو له دی امله چه دغه ډول الکترنيکی ساعت او د عکاسۍ کامره ډيره قيمته وه ، له دغو لوبو نه وروسته د اولمپيک په څو سپورتی لوبو کی دغه تجهيزات نه استعمال کيدل .

د ستاکهولم پنځمی سپورتی لوبی د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو نمونه وګرځيدله او د سويدن پاچا په قول ، دا د اولمپيک يوه دايمی سپورتی لوبی بللی کيدی .

*د کوروليف ښکلی او ساده لوبغالی

د کوروليف لوبغالی چه د سويدن د نامتو معماری ګروأټ د ډيزاين له مخی جوړشوی دی ، پوره او غوره رومانتيستی سبک لری . د دغه لوبغالی جوړښت ډير ساده و اواصلی ديوالونه يی له اوسپنيزو او کانکريتی نلونو څخه جوړشوی دی . که څه هم دغه لوبغالی يوازی ٣٧ زره چوکی لری ، خو په دننه کی يی مکمل او پرمختللی تجهيزات نصب شوی دی . د ځغاستی او منډی د ليکې اوږدوالی ٣٨٠ اعشاريه ٣٣ مترو ته رسيږی او دغه اوږدوالی د ٤٠٠مترو په واټن له اوسنی معياری ليکې څخه څه نا څه شل متره لنډ ؤ او په دی توګه نن ورځ دغه لوبغالی لاهم خپل رول لوبوی .

* د سپورت د ستاينی تر عنوان لاندی شعر ته طلايی مدال ورکړ شو

د اولمپيک د دغی دورې د سپورتی لوبو په اړه د هنری پروګرامونو په مسابقه کی د سپورت د ستاينی تر عنوان لاندی يو شعر ته چه د هوروډ او يسچباچ لخوا لاسليک شوی ، د سرو زرو مدال ورکړ شو . تر هغه وخته پوری چه د انعامونو او جايزو د ورکولو مراسم پای ته ورسيدل ، خلکو ته معلومه شوه چه د دغه شعر ليکوال د اولمپيک د نړيوالی سپورتی کميټی رييس کاوبرتين و . هغه له سپورت او د اولمپيک له چارو سره د خپلی بی حده مينی په روحيی دغه شعر ليکلی او مقصد يی د سپورتی روحيی د رښتيانی ارزښت او ماهيت ستايل او پراخول ؤ .

ددغی دورې د سپورتی لوبو په اړه د مدالونو په لومړنی مخ کښل شوی تصوير د لندن د اولمپيک د سپورتی لوبو له مدال سره مشابه درلوده او يوازنی توپير يی دا و چه اړوندې ليکنی د بنسټيزې ډبرې پر ځای د مدال پر بل مخ باندی کښل شوې . دغه راز د مدال پر بل مخ باندی داسی تصوير شته چه د هغه استازی په کيڼ اړخ چه ترم يی په لاس کی ونيوه ، د سويدن د جمناستيکی جوړونکی نيمه مجسمه ولاړه ده او د مدال په شاوخوا کی په سويدنی ژبه ليکل شوی چه د ستاکهولم د ١٩١٢ کال د اولمپيک سپورتی لوبی .

* د جايزو د ورکولو ځانګړی مراسم

د اولمپيک د دغی دورې په سپورتی لوبو کی د کوربه هيواد په توګه سويدنيانود ممتازو لوبغاړو او نورو برخه والو ورزشکارانو د احترام څرګندولو لپاره د هری لوبی د مسابقی د پای ته رسيدو په وخت کی د جايزو د ورکولو مراسم پرځای نه کړل او د سپورتی لوبو په احتتاميه مراسمو کی د پاچاګوستاف ، د هغه د مور او شهيزاده لخوا ممتازو او غوره لوبغاړو ته جايزې ورکړې شوی . ددغو مراسمو د ختميدو نه وروسته پاچا د مختلفو هيوادونو برخه والو ورزشکارانو ، روزونکو او چارواکو ته هم بلنه ورکړې وه چه په ورزشی ميدان کی په ځانګړی او دلچسپ دعوت کی ګډون وکړي . چی دغه منظره د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی داسی يوه پارچه ګڼله کيده چه د خلکو په زړونو يی اثر کړی دی .