<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-03 20:29:10    
د فوتبال د نړيوالې مسابقې سره د چيني مينوالو علاقه

cri

د ٢٠٠٦ کال لپاره د فوتبال په نړيوالو مسابقو کي د ګډون کوونکو ټيمونو د وېشلو په هکله د پچی اچولو مراسم لږه موده د مخه د المان د لايبيزيګ په ښار کی تر سره شول ٠ که څه هم چينی ټيم په دغو مسابقو کی د ګډون حق نه درلود ، خو د فوټبال چينايي مينوال لا هم د دغو مسابقو سره ډېره علاقه لري ٠ ګرانو اوريدونکو ، د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به تاسو ته تر دې عنوان لاندی يو مضمون وړاندی کړو د فوتبال له نړيوالو مسابقو سره د چيني مينوالو علاقه ٠

د پچی اچولو نه وروسته په دغو مسابقو کی دوه دېرش برخوال ټيمونه په اتو ډلو وويشل شول او په هر ډله کي څلور ټيمونه شته ٠ که څه هم دغه مراسم د بيجينګ په وخت په شپخ کی تر سره شول ، خو زيات شمير چينی مينوالو لا هم د ټلويزيون له لاری د مراسمو د مستقيمې خپرونې بهير وکوت ٠ د شانګهای د سپورتی پوهنتون زده کوونکي لين فنګ وويل

په همدې ورځ سهار له خوبه د پاڅيدو نه وروسته مې سمدستی د انټرنيت له لاری د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو مسابقو د ډلو ويشلو نيتجه وکتله ٠

اوس د چين په هر منځني يا لوي ښار کې د فوټبال مينوال شنبه او يکشنبه د اروپا د پنځو هيوادونو د فوتبال د مسابقو مستقيمې خپرونی کتلای شي او په تيره بيا د ايتاليی او انګلستان د فوتبال د مسابقو سره ډيره مينه لري ٠ د برازيل ، ايتاليی ، ارجنتاين ، هالند ، انګلستان او المان د فوټبال لوبې ډير زيات چينايي مينوال راجلبوي ، نو که څه هم د چين ټيم په راتلونکو نړيوالو مسابقو کي د ګډون حق نه دی تر لاسه کړی ، خو لا زيات شمير مينوال د برخه والو ټيمونو سرنوشت او برخليک ته

ډيره پاملرنه کوي .

د پچې اچولو د نتيجې له اعلانولو نه وروسته زيات شمير چيني مينوالو په انترنيټ کي نظريې څرګندې کړي دي ، مثلا د انګلستان د فوټبال د لوبې ملاتړ کوونکو له دې امله خوښي څرګنده کړيده چه د انګلستان سره د سيالۍ ټيمونه نسبتأ ضعيف دي ، نو امکان شته چه د انګلستان ټيم به په مخکنيو څلورو ټيمونو کي شامل شي . خو هغه مينوال چه د ارجنټاين د ټيم ملاتړ کوي ، ډير ناأميد دي ځکه چه دغه ټيم په هغه ډله کي ځای شويدی چه ډېر غښتلي ټيمونه پکی شامل دي . دغه راز د المان د ټيم پلويانو په انټر نيت کي ډيره کرکه او نفرت څرګند کړې ځکه چه د تلويزيون يو وياند د پچي اچولو د مراسمو خپرونې په وخت کې داسي وويل چه د المان ټيم به په نړيوالو مسابقو کي بری و نه مومی .

له دې امله چه چينی مينوال د ٢٠٠٦ کال لپاره د فوتبال نړيوالو مسابقو ته زياته پاملرنه کوی ، نو د چين خبري رسنی بايد د دې مسابقو په اړه د پروګرامونو د خپرونی لپاره کوشش وکړي تر څو ډير زيات نندارچيان ټلويزيون او ورځپاڼی وګوري . د بيجينګ ماښامی ورځپاڼی د بيجيګ په ښار کی د خپرونی اندازه لومړنی مقام لری ٠ د دې ورځپاڼی د سپورتی څانګی مسئول مدير لو هوی مين د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه د دې ورځپاڼی د سپورت برخه به د راتلونکی کال د فوتبال د نړيوالو مسابقو د تر سره کيدو په وخت کی پراخه شي ٠ هغه وويل

ځکه چه چينی مينوالو د فوتبال د تيرو دورو د نړيوالو مسابقو سره ډيره علاقه درلوده ، نو مونږ پرېکړه وکړه چه په راتلونکی کال کی به په المان کی د دې مسابقو د خبری پوښنی لپاره درې خبريالان وروليږي ، پر دې سر بيره به په هغه وخت کی د دغې

ورځپاڼی سپورتی برخه زياته شي ٠

د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو مسابقو سره د چينی مينوالو علاقه هم د توريزم چارو سره اړيکی لری ، ځکه چه زيات شمير چينی مينوال غواړي د دې مسابقو د کتلو لپاره المان ته ولاړ شي ٠ اوس په چين کی ډيرو زياتو مينوالو په راتلونکی دوبی کی المان ته د سفر لپاره د توريزم په څانګو کی خپل نومونه ثبت کړيدي ٠ د قيصر په نامه د نړيوال توريزم د څانګې کارکوونکې ميرمن سون وويل

المان ته سفر دوه ډول لار او بيه لری ، په يو ډول کی به د مخکنی څلورو مقامونو د تر لاسه کوونکو ټيمونو د مسابقو د کتلو لپاره مونيچ ته سفر او بل د مخکنی اتو مقامونو د لاس ته راوړونکو ټيمونو د مسابقو د کتلو لپاره هامبورګ ته سفر کيږي ٠