د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخی : د چين او پاکستان ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د همکاری تړون د جنوری له څلورمې نېټې څخه پلی کېږی . د دواړو هيوادونو ترمنځ د تړون د تبادله کولو مراسم په بېجينګ کی تر سره شول او د چين د بهرنيو چارو وزيرمرستيال وو دا وي په دغه مراسمو کی څرګنده کړه چه ٢٠٠٦ کال د چين او پاکستان ترمنځ د رسمی اړيکو د تينګښت پنځه پنځوسم کال دی . دغه تړون به د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ دوديږی دوستانه هيلې د قانون له لارې لوړې کړي او دغه راز يو نوی تاريخی پړاو ته د چين او پاکستان ترمنځ د دوستې د رسولو نښه دي .
د دغه تړون سره سم ، دواړه خواوی به د امنيت د ساتلو لپاره همکاری پياوړی کړی ، د خپل منځی او هر اړخيزو همکاری پر بنسټ به په ګډه توګه د ترهګری ، جلا کيدو او سخت دريځی پر ضد مبارزه وکړی .