<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-04 19:01:25    
عکاس جياو بو او دده پلار او مور

cri

ښاغلي جياو بو د چين يو مشهور عکاس دي ، د ديرشو کالو نه راهيسي هغه د خپل پلار او مور څه د پاسه لس زره بيلا بيل عکسونه اخيستي او په نوموړو عکسونو کې دده د پلار او مور د ژوند بهير عکاس شوي دي ٠ دده د عکسونو نندارتون او د عکسونو مستند فلم چه عنوان يي دي زما پلار او مور ، د ټولنې زياته توجه ځان ته راجلبه کړېد ه ٠ سږکال ښاغلي جياو بو دزما پلار او مور په عنوان د عکاسي ألبوم چاپ کړي او په دي البوم کې يو سلو شل عکسونه شامل دي چه له دغو عکسونو څخه دده پلار او مور يعني په ديرش کالو کې د يو ه بزګري ښځه او خاوند د ورځني ژوند مظره څرګنديږي ٠ د مثال په توګه پلار او مور يي په کښتيو کې کار کوي ، پلار د مور د پښې نوکان کيچي کوي ، مور لمسۍ ته ډوډۍ ورکوي او داسي نور ٠ په ديرش کالو کې د پلار او مور په مخونو کې ګونجې زياتې او ويښتان يي سپين شوي دي ٠ له نوموړي عکسونو څخه داولادونو او پلار او مور ترمنځ ژورې او ريښتياني احساسات او مينه څرګنده شوي او د ډيرو خلکو زړه يي متأثره کړي دي ٠ په ١٩٩٨ کال کې د ښاغلي جياو بو د عکاسي نندارتون په وار سره د چين په څه د پاسه لسو ولايتونو او ښارونو او په څه د پاسه يو زرو پوهنتونو کې جوړ شو چه په دي بهير کې د نندارچيانو شمير څه د پاسه يو مليونو تنو ته رسيدلي دي ٠ ډير نندارچيان د نوموړي نندارتون څخه د ليدو په وخت کې متأثر شوي او تودي اوښکې يي بهيدلي ٠ په دي بهير کې ډير خلک دعکسونو د کتلو نه وروسته سم د لاسه خپل کارونه پري ايښي او د پلار او مور کور ته تللي دي ٠ ښاغلي چياو بو وويل چه ويل کيږي زما د پلار او مور ژوند د زرګونو زرګونو عادي خلکو د ژوند څرګندوي دي ، نو ځکه دومره زيات خلک زما د پلار او مور عکسونه ګوري او د دوي په باب کيسې اوري او حتي له دي امله متأثره کيږي او ژاړي ٠ پنځوس کلن ښاغلي جياو بو د چين د ختيځې خوا د شان تونګ ولايت په يوه کوچنې غرني کلي کې زيږيدلي ، پلار او مور دواړه بزګران دي ٠ که څه هم د کورني ژونديي شتمن نه دي ، خو له وړکتوب نه د پلار او مور ژوره مينه يي حاصله کړي ده ٠ په ١٩٨٤ کال کې ښاغلي جياو بو د خپل يو ملګري نه يوه کامره په پور واخيسته او په لومړي ځل يي د خپل د پلار او مور عکسونه واخيستل ٠ له دي نه وروسته کله چه ښاغلي جياو بو وخت پيدا کاوه نو د پلار او مور عکسونه به يي اخيستل ٠ وروسته ښاغلي جياو بو د شان تونګ د ولايت د ځه بو ښار د روزتي او ښوونې په پوهنتون کې ومنل شو او له دغه پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د خپلو کششونو له لارې يو فوتو ژورناليست شو او ددي تر څنګ يي د پلار او مور د عکسونو اخيستل هم نه دي بند کړي ٠ هغه وويل چه زه له وړکتوب نه له خپل پلار او مور سره ډيره ژوره مينه لرم او تل ويريږم چه خداي مه کړه دوي له دنيا څخه سترګې به پټې کړي ٠ خو زه پوهيږم چه هر سړي يوه ورځ به مري٠ پلار او مور مي هم ورځ په ورځ زړيږي ٠ زه ارزو لرم چه د وخت په تر لاسه کولو سره د خپل پلار او مور عکسونه اخلم او دوي له ځان سره وساتم ٠ د وخت په تيريدو سره د ښاغلي جياو بو د عکسونو ا خيستلو مهارت مخ په تکړه کيدو دي ٠ که ځه هم وروسته هغه د کار له پاره بيجينګ ته راغلي ، خو لا هم هره مياشت بيرته خپل پلرني کور ته ځي او د خپل پلار او مور عکسونه اخلي ٠ په ١٩٩٨ کال کې د ښاغلي جياو بو د عکاسي اثا په عکسونو کې د رسم رواجونو د څرګندولو په بين المللي مسابقه کې د بشري کارنامو په نامه عالي جايزه تر لاسه کړي ده ٠ دغه راز د خپل مور د زيږيدنې د شپږ اتيا کالو د رسيدو په وخت کې د زما پلار او مور په عنوان د عکاسي يو نندارتون جوړ کړ

د ښاغلي جياو بو پلار او مور په جلا جلا توګه د دوه نوي او اته اتيا کالو په عمر مړ شوي دي ٠ ښاغلي جياو بو د دوي له پاره څه د پاسه دوه لس زره عکسونه اخيستي او د څه د پاسه د شپږ سوو ساعتونو د ويديو کيسټونه يي جوړ کړي دي ٠ هغه وويل چه اوس زه په دي تضاد کې ډوب يم ٠ که څه هم د څه د پاسه ديرش کالو د کوششونو له لارې مي د خپل پلار او مور عکسونه اخيستي ، خو کله چه دوي په ريښتيا له دنيا څخه لاړل ، زه جرأت نه لرم چه نوموړي عکسونه وګورم ٠ هغه وويل چه زه به په دي هکله يو کتاب وليکم او ټولو پلارونو او ميندو ته به يي وړاندي کړم ٠