<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-04 19:08:32    
د موجوداتو لويه تباهي او د ازن د دايري نازکوالي

cri

دوه سوه پنځوس مليونه کاله دمخه د پرميان په نامه د زمکې پيژندونکې دوره کي د موجوداتو د لويې تباهۍ په بهير کي په سلو کي نوي سمندري پيداوار او په زمکه کي په سلو کي اويا موجودات له منځه يووړل شول . عالمانو په دي دورې کي د موجوداتو د لويې تباهۍ د رامنځته کيدو علتونه او فرضيې وړاندي کړيدي چه يوه فرضيه يي دا ده چه دغه تباهي د ستوري او زمکې ترمنځ د ټکر له امله او بله فرضيه يي دا ده چه د اورغورځونکو غرونو د چاودنو په اثر رامنځته شوه . مګر لومړي فرضيه ژر رده شوه ځکه چه د اوطريش د ويانا پوهنتون عالمانو د اوطريش په جنوب او د ايتاليي په لويديځ کي د ډبرو د نمونو د راغونډولو په بهير کي وموندل چه د موجوداتو لويه تباهي د ستورو او زمکې ترمنځ د ټکر سره اړيکي نه لري ځکه چه په دغو ستورو کي کيمياوي ترکيبات د زمکې سره فرق لري . که دغه ستوري د زمکې سره ټکر کړاي وي ، نو د زمکې د کرې په ډبرو کي به يي نښې پاتي وي .

له دي نه وروسته عالمان باور څرګند کړ چه د پرميان په دوره کي د موجوداتو لويې تباهۍ د اورغورځونکو غرونو د چادونو سره اړيکي درلودې . د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کي د امريکي جيولوجيست جانسن مورګن د سيبريا په لويديځ کي نورې ډبرې پيدا کړې چه دغه ډول ډبرې د اور غورځونکو غرونو د چاودنو نښه ده . د سيبريا له شمال نه تر جنوب پوري د زرو کيلو مترو په اوږدوالي سيمې چه د اروپا د عمومي مساحت نه هم لوي دی ، د دغو ډبرو لخوا پوښل شويدي او مساحت يي دوو مليونو مربع کيلومترو ته رسيږی . نو په دي وجه عالمانو د اورغورځونکو غرونو د لويو چادونو په اثر دا فرضيه وړاندي کړه چه په زمکه کي د موجوداتو لويه

تباهي د اورغورځونکو غرونو د چاودنو په اثر رامنځته شوه او دغه بهير سل زره کاله دوام درلود. علت يي دا و چه د اورغورځونکو غرونو د چاودنو په وخت کي د سمي

ګاز د خوشي کيدو له امله زياته اندازه موجودات مړه شول . په لومړيو وختونو کي په سيبريا کي اورغورځونکي غرونه وچاوديدل چه په نتيجه کي يو شمير موجودات مړه شول ، يوه موده ورووسته د هوا تودوخه نوره لس درجې لوړه شوه او وروسته د يخبندان دوره رامنځته شوه چه په دي اثر په زمکه کي په سلو کي اويا او په سمندرو نو کي په سلو کي نوي برخه پيداوار له منځه يووړل شول .

که څه هم د اورغورځونکو غرونو لوي انفجار تر يوې اندازې پوري د موجوداتو د تباهۍ علت تشريح کولي شي ، مګر دا يوازي يوه فرضيه ده چه بايد د لا زياتو عالمانو لخوا تصديق شي . نو په دي وجه نورې نوي تيوري وړاندي شوې . انګليسي عالم دا تيوري وړاندي کړه چه د اورغورځونکو غرونو د انفجار په اثر د ازن دايره نازکه شوه چه په نتيجه کي د لمر د پلوشو د راډيو اکتيف له امله زيات ډولونه موجودات مړه شول .

ازن په ټيټه هوا کي يو ډول ککړ شی دی ، که غلظت يي ډير لوړ وي ، نو د نباتاتو ودې ته زيانونه رسوي او د انسان د تنفس او د زړه د ناروغيو سبب هم دی . خو د ازن هغه دايره چه د زمکې له سطحې نه د پنځه ويشتو کيلومترو په جګوالي کي پرته ده ، د زمکې د ساتلو رول لوبوي ځکه چه د ازن دايره د لمر د ماورا بنفش د وړانګو په سلو کي نهه نوي برخه جذبولي شي څو چه د زمکې په کره کي موجودات د دغو وړانګو له زيانونو څخه وژغورل شي .

په هوا کي د ازن ماده يوازي له سلو مليونو نه يوه برخه نيسي ،که علظت يي لوړ

وي ، د انسان دپاره ډول ډول ناروغۍ رامنځته کوي . نو مونږ بايد د ازن د کم خوشي کيدو دپاره کوشش وکړو مثلا بايد د هغې انرژۍ څخه استفاده وکړو چه چاپيريال ته ککړتيا نه رسوي .

مګر د زمکې له سطحې نه د شلو نه تر ديرشو کيلومترو په جګوالي هوا کي د ازن ماده يو زر چنده لوړه ده چه په همدي جګوالي کي د هوا له عمومي حجم څخه په سلو زرو کي يوه برخه نيسي چه دا د ازن دايره ده . سره له دي چه د ازن په دايره کي د ازن ماده ډيره کمه ده ، خو د ماورا بنفش د وړانګو د جذبولو زيات قوت لري ، نو مونږ بايد د ازن دايره ښه وساتو .