لږه موده د مخه د بيجينګ پوهنتون مشر شو جی هونګ د خپل پوهنتون د يوه اداري پلاوي او د محصلينو د هنری پلاوي په مشرۍ تايوان ته د يوې اونۍ سفر وکړ او د خپل سفر له پاي ته رسيدو نه مخکې د چين د ديموکراتيک انقلاب د مخکی ډاکتر سون يي سيان په يادونځي کی د پلاويو د هرکلي دپاره له تايوان د بېلا بېلو ټولنو څخه د مننې څرګندولو په لويه ميلمستيا کی برخه واخيست او د خپلې وينا په ترڅ کي يي وويل چه پخوا د تايوان د زيات شمير پوهنتونونو مشرانو د بيجينګ پوهتون ته سفرونه کړيدي ، ما هم هيله درلوده چه تايوان ته ولاړ شم ٠ نو د تايوان د چيوان جيا نومې ټولنی او د لسو غوره ځوانانو د صندوق په بلنه زما هيله پوره شوه ٠ له تايوان څخه د ليدنی کتنی په ترڅ کې مې وليدل چه په تايوان کی عالي ښوونې او روزنې په وروستيو کلونو کی ستر پرمختګ کړی دی ٠
شو جي هونګ هيله څرګنده کړه چه د چين د ستری برخی زده کوونکی هم د خپلو تحصيلاتو د بشپړولو دپاره تايوان ته لاړ شي ٠ د أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د زده کوونکو ترمنځ تګ راتګ به حتمأ د دواړو غاړو تر منځ د پوهاوی او سمون د پياوړتيا لپاره مثبت رول ولوبوي ٠
د تايوان د لسو غوره ځوانانو د صندوق رئيس او د تايوان د نامتو شخصيت شياو وان چانګ په شمول څه دپاسه سلو تنو په دغه ميلمستيا کی ګډون وکړ ٠
د دې ميلمستيا له پای ته رسيدو نه وروسته د بيجينګ پوهنتون د محصلينو هنری پلاوي ، د تايوان د چيوان جيا ټولنی د ارام سمندر په نامه د سندری ويلو پلاوي او دغه راز ، د تايوان د هوا ګانګ په نامه د هنری پوهنځی د نڅاو پلاوي په ګډه سره د
چين د فقيد ډاکتر سون يي سيان د يادونځې په لوی تياتر کی د دوستی پل او د راتلونکی تر عنوان لاندی د دواړو غاړو د محصلينو تر منځ له هېواد ډکه د خوشخاليو يوه غونډه جوړه کړه ٠ د بيجينګ پوهنتون شپږ دېرش تنو محصلينو د موسيقې الاتو او د سندرو له لاری د چين يو لړ ولسي نغمې وغږولې او سندرې يي وويلی ٠ د تايوان د محتلفو ټولنو عمومأ دوه زرو تنو دغه په زړه پوري ننداره وکتله او په تياتر کي کله نا کله تودې چکچکې پورته شوې ٠
د بيجينګ پوهنتون په اړه د هانکانګ ، مکاو او تايوان چارو د دفتر مرستيال پان چينګ ده خبريالانو ته وويل چه د بيجينګ پوهنتون د ادارې پلاوي د طبيعی سيانس د څانګی رئيس ، د ټولنيزو علومو د څانګی رئيس او د طب او هنر د څانګو مشرانو په شمول له ١٤ تنو استاذانو څخه عبارت دی او دا د بيجينګ پوهنتون لومړنی جګ پوړی پلاوي دی چه تايوان ته سفر کوی ٠ د پلاوي غړو د تايوان د ګاو شيونګ پوهنتون ، د شين جو په ښار کی د چينګ هوا پوهنتون او د تای جونګ په ښار کی د جونګ سينګ پوهنتون ، د چين د کلتور پوهنتون ، مرکزی پوهنتون او د تايوان پوهنتون ته سفرونه کړي او په څلورو ځايونو کی يي ننداری تر سره کړې ٠ ويل کېږي چه دغه سفر ډېر کامياب دی او د چين د سترې برخې او تايوان ترمنځ د پوهنتونونو او زده کوونکو ترمنځ تګ راتګ نژدې شوی دی٠
د چين د فقيد متفکر يان فو لمسې يان تينګ يون چه د تايوان په اړه د چينی کلتوری او هنری ټولنی او د ښځينه ليکوالانو ټولنی او د نورو موسسو مشره ده ، د هوا يان په نامه خپل ٢١ کتابونه د تحفې په توګه بيجينګ پوهنتون ته ورکړل ٠
په نژدي کلونو کی د علم ، کلتور او هنر په شمول په زياتو ساحو کی د چين د ستری برخی او تايوان تر منځ د خلکو ترمنځ تګ راتګ په پرله پسی توګه پياوړی شوی دی ٠