<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-05 16:40:52    
په ﻻسا کې يو کوچني تبتي هوټل --- باناکشول

cri

 د چين د تبت د خودمختارې سيمې مرکز ﻻسا ښار د سمندري سطحې څخه د درو زرو شپږو سوو مترو په لوړه کې واقع دی ،دلته اسمان شين دی او د سيندونو اوبه يې ډيرې رڼې ، طبيعي چاپيريال يې ډير پاک اوََََصاف دی او د بودالا ثه نامه ماڼۍ په شمول زيات معبدونه او ځايونه د ليدو وړ دي – د ﻻسا ښکلې منظرې بې شميره چيني او خارجي سياحان ځانته راجلبوي –پرته د نوموړو منظرو څخه د ﻻسا په ښار کې زيات کوچني تبتي هوټلونه چې د تبتي قوم ځانګړي خصوصيت لري د سياحانو ډير جذبيت راپيداکړي دي زيات بهرني سياحان نه يوازي په لويو هوټلونو کې بلکې په کوچنيو تبتي هوټلونو کې د اوسيدو علاقه لري ، اوس مونږ د باﻻکشول په نامه يوه کوچني هوټل ته ځو او ويې ګورو چې دا يو څه ډول هوټل دی ؟

د باناکشول په نامه هوټل د ﻻسا ښار د بيجنګ دونګ لو په نامه يو لوي واټ کې پروت دی ، د بيجنګ دونګ لوپه نامه واټ د ﻻسا په ښار کې يو لوي او ګرم واټ دی ، هره ورځ ګڼ شمير چيني خلک او بهرني سياحان په نوموړي واټ کې ګرځي او راګرځي ،

باناکشول هوټل د نورو کوچنيو هوټلونو په شان يو کوچي هوټل دی او د زياتو دکانونو سره يو ځای د واټ په غاړه کې واقع دی ، نوم يې د هوټل پر يوې لويې لوحې باندې په چيني ، تبتي او انګليسي ژبو ليکل شوی دی ، کله چې مونږ نوموړي هړټل ته ننوتلو او ومو ليدل چې يوه نجلۍ چې يو ګوډي يې پر شا کړی دی د هوټل د خدمتګار سره خبرې کولې ، نو مونږ ورسره په خبرو پيل وکړ ، هغې مونږ ته وويل د هغې نوم لي لي چيان دی او د چين په جنوب کې د ګوانګ دونګ ولايت څخه د سفر دپاره ﻻسا ښار ته راغلې ده ، تبت ته د سفر نه مخکې هغې له کمپيوتر څخه د تبت په باب زيات

معلومات ترلاسه کړي دي . د باﻻکشول په نامه هوټل يې هم د کمپيوتر څخه موندلی دی ، هغې خبريال ته وويل --- اواز ١ ---- ما په کمپيوتري سټيشنونو کې ددې هوټل نوم وليد ، په شبکه کې ويل شوي چې ددې هوټل کرايه ارزانه ده او د وداني ساختماني شبه يې د تبتي قوم ځانګړي خصوصيت لري ، دا زما د علاقې وړ ګرځيدلی دی ( نو په دې سببه مې پريکړه وکړه چې په دې هوټل کې اوسيږم ٠

د باناکشول هوټل په انګړ کې د اطلاعاتو د تبادلې دپاره يوه لويه لوحه ولاړه ده او ورباندې راز راز اطلاعات ليکل شوي دي ، مثلاد توريستي شيانو د پيرولو، د توريستي دوستانو د پيداکولو په باب اطلاعات او نور ليدل کيږي ٠

د هانګ ګانګ څخه راغلې نجلۍ جونګ اين سين خبريال ته وويل څو ورځې مخکې هغې هم بر نوموړي لوحې باندې د توريستي دوستانو د پيدا کولو په باب يوه پاڼه سريښ کړه او هيله يې وکړه چې له دې ﻻرې خپل د سفر ملګري پيداکړي شي ٠ هغې وويل ----- اواز ٢ ----- زه هميشه پخپله او يا د څو ملګرو سره سفرکوم او نه غواړم چې د توريستي شرکت د ترتيباتو سره کوم ځاي ته سفر وکړم ٠ څکه چې په ډله ايز سفر کې شخصي ازادي نشته ٠

نجلۍ جونګ اين سين په خوشالۍ سره وويل د توريستي ملګرو د پيداکولو په باب پاڼې د سريښ کيدو نه وروسته زياتو توريستانو وغوښتل چې دهغې سره يو ځای سفروکړي ، په اخره کې هغې دوې نجوني د خپلو توريستي دوستانو په توګه انتخابې کړي دي ٠ د باﻻکشول په هوټل کې توريستي اطلاعات د همدې ﻻرې نه په موثره توګه خپريږي ٠

پرته د توريستي اطلاعاتو د تبادلې نه په نوموړي هوټل کې د خلکو د احساساتو د تبادلې دپاره يو ښه ځای هم برابرشوي دی ، په نوموړي ځای کي خلک په اسانه توګه يو بل ته خپل احساسات څرګندوي ، د بيلابيلو ځايونو څخه راغلي توريستان په نوموړي ځای کي خپل د سفر په

باب سابقې ، ليدنه او اوريدنه نورو خلکو ته وايي ٠

د باناکشول هوټل په انګړ کې يوه کوچني باغچه شته ، د نوموړي باغچې په لويديځ کې د چاي څښلو دپاره څو ميزونه پريښودل شوي دي ، او شاوخوا يې څو رنګين چتري د لمر وړانګې پټوي

په نوموړي ځای کي توريستان کولي شي چې ډوډۍ وخوري ، چاي وڅښي او په ازاده توګه يو د بل سره خبرې وکړي ٠

سياح ښاغلي جانګ شو کاي چې د چين د جنوب لويديځد سي څوان د ولايت څخه ﻻسا ته راغلی دی خبريال ته وويل ---- اواز ٣ ------ د باناک شول په هوټل کې راز راز چيني او خارجي سياحان شته چي ټول فردي او شخصي توريستان دي ، دوي يا په دې ځای کې چاي او قهوه څښي او يا په خوښۍ سره يو د بل سره خبرې کوي او يا په ارامی کې کښيني ٠

د باناک شول هوټل د ﻻسا په ښار کي يو مشهور هوټل دی او د نړيوال توريستي سازمان لخوا دټاکل شويو لسونړيوالو ممتازو غرني هوټلونو څخه يو شميرل کيږي ٠ اوس په ﻻسا ښار کې د باناکشول په شان تبتي خصوصيت لرونکي کوچني هوټلونه له لسو څخه هم زيات دي ٠

ګرانو اوريدونکو همدا اوس مو د چين د تبت د خودمختارې سيمې د ﻻسا په ښار کې د باناکشول په نامه کوچني هوټل تاسو ته معرفي کړی دی ، که په راتلونکي کې تاسو ته فرصت پيدا شي چې چين ته راشي نو تاسي وکړاي شي چې د تبت مرکز ﻻسا ښار ته ولاړشي او د باناکشول د هوټل او نورو تبتي کوچنيو هوټلونوسيل وکړي ، د تبتي هوټلونو کرايه ارزانه ده او د اوسيدو شرائط يې هم ښه دي ، په هوټلونو کې رننګين تليوزيون ، تلفون او نور د اړتيا وړ تجهيزات شته دي ،