د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان او هند استازيو د جنوری په ٥ نيټه په نوی ډيلی کی د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوهمی اوسپنيزی لاری د پرانستلو په اړه په خبرو اترو پيل وکړ .
د خبر له مخی په دغو دوه ورځنيو خبرواترو کی به دواړه خواوی د سفر ويزې، د اړوندو ګمرکی اجراأتو ، د ټکټونو د بيی اود امنيتی ډاډمنتيا په شمول د يو لړ نوروچارو په هکله بحثونه وکړي .
دغه اوسپنيزه لاره د هند د موناباو له علاقه دارۍ نه د پاکستان د کوکراپار تر ښارګوټۍ پوری غځيږی او په ١٩٦٥ کال کی د هند او پاکستان ترمنځ له جګړې نه وروسته تړله شوی ده .