<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-06 17:51:33    
د چين فلمونه به لا چټک پرمختګ وکړی.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! ٢٠٠٥ کال د چين د فلمونو د رامنځته کېدو له سلمې کاليزې سره سمون خوړ له پرله پسی ورځو راهيسې، په چين کې د يادونې رنګا رنګ فعاليتونه جوړ شويدي او اوس د چين د دوو تنو مشهورو ډايرکټرانو چن کای ګه او جانګ يي مو دوه فلمونه په جلا جلا توګه د نړۍ ټولو نندارچيانو ته ښودل کېږی. د فلم جوړولو د اړوندو شخصيتونو په نظر، اوس د چين فلمونه له زياتو ښو فرصتونو څخه برخمن دي او لا به چټک پرمختګ وکړی. د هنر او کلتور په راتلونکو مسلسلو څو پروګرامونو کی به تاسی ته د چين د فلمونو په هکله يو لړ مضمونونه وړاندی کړو.

په دې وروستيو ورځو کې د چين مختلف سينماګانې له زياتو نندارچيانو څخه ډک ليدل کېږی، ځکه چی اوس په دغو سينيمارونو کې دوه غوره چينی فلمونه ښودل کېږی. يو يی وو جی نومېږی چی د ډايرکټر چن کای ګه له خوا جوړ شوی او د دې فلم په جوړولو يی دری سوو پنځوس مليونه ژن مين بی يوانه لګولي چی د چين له نورو فلمونو نه زياته پانګه پکې اچول شوې ده. د اړوندې شمېرنې له مخې، د دې فلم د ښودلو له د يوې اوونۍ راهيسې، څه دپاسه د سلو مليونو ژن مين بی يوانو په ارزښت ټکټونه پلورل شويدي او داسی ريکارډ يی جوړ کړی چی په يوه ورځ کې د پنځه ويشتو مليونو ژن مين بی يوانو ټکټونه پلورل شوي وو. بل يو فلم د چين د نامتو ډايرکټر جانګ يي مو له خوا نندارچيانو ته وړاندی شوی او پکې زياتو مشهورو هنرمندانو برخه اخيستې ده او له ښودلو نه وروسته د زياتو نندارچيانو د خوښۍ وړ ګرځېدلی دی. د چين د ټلويزيونی او راډيويی چارونو د دولتی ادارې د فلمی چارو مسؤل تونګ ګانګ د دغو دوو فلمونو لوړه قدرمنی وکړه او و يی ويل

( لومړی اواز)

نوموړي دوه فلمونه د زياتو نندارچيانو توجه ځانته راجلب کړې، د چينی فلمونو اوسنی توان او اغېزه ورڅخه څرګنده شوې او د چين د فلم جوړولو کارکونکو يی ته زيات باور او تجربې زمينه برابره کړې ده.

په ٢٠٠٢ کال کې د فلمونو د نويو اداري قاعدو له تطبيق راهيسې، د چين حکومت د فلم جوړولو بازار د فعالېدو دپاره يو لړ اصلاحات کړي په دې جمله کې يو مهم تدبير دا دی چی شخصی او خارجی تصديو ته اجازه ورکوی چی د چين د فلم جوړولو په چارو کی پانګه واچوی. د دې تدبير د تطبيق له امله د چين د فلمونو پرمختګ کړيدی. په ٢٠٠٢ کال کې د قهرمان په نامه فلم داسی ريکارډ جوړ کړ چی په يو کال کې يی د دوه سوو پنځوسو مليونو ژن مين بی يوانو په ارزښت ټکټونه پلورل شويدي. له دې نه وروسته د چين د ځينو فلمونو عايدات د بهرنيو فلمونو په پرته زيات شوی او د چينی فلمونو توان څرګندشويدی.

په ٢٠٠٥ کال کی د چين د فلم جوړولو چارې هم چټک پرمختګ کړيدی. د چين د ټلويزيونی او راډيويی چارو د دولتی ادارې د اړوندې شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٥ کال د ديسمبر تر شلمې نېټې پورې په يو کال کی په چين کی څلور سوه او پنځه ديرش فلمونه جوړ شوي چی د چينی فلم د رامنځته کېدو په تاريخ کی ډېر زيات دی او عايدات يی څلور مليارډو اته سوو مليونو ژن مين بی يوانو ته رسېدلی دی. دغې اندازې د تېر کال په نسبت يو مليارډو دوه سوو مليونو ژن مين بی يوانو زياتوالی موندلی دی. مسؤل تونګ ګانګ وويل

( دوهم اواز)

دا ورځ په ورځ يوه غوښتنه ګرځېدلی دی چی دولتی، شخصی، ټولنيزې او بهرني پانګې سره يو ځای د چين د فلمونو د جوړولو دپاره همکاری وکړی.

نوموړی څرګنده کړه چی چين به په ټينګه سره د چين د فلم له پرمختګ څخه ملاتړ او د فلم جوړولو په ساحه کی د يوه لوی هېواد ګرځېدو دپاره هڅه وکړی.

د چين د فلم د اوسني پرمختګ په هکله ځينی اړوند شخصيتونه دا نظر لری چی بايد د فلم د دوام لرونکي پرمختګ دپاره کوښښ وکړي او په همدې وخت کی د چينی فلم د راتلونکي پرمختګ دپاره ښه فرصتونه برابر کړی. د چين مشهور هنرمند ګه څون جوانګ چی اوس شپږ اويا کلن دی، خبريال ته وويل

( دريم اواز)

د چين د فلم جوړولو تاريخ ډير کوږ وږ دی. په تېره بيا څو کاله دمخه د چين د فلمونو د پرمختګ د رکود په حال کی پاتی شو او د نندارچيانو توجه يی ځانته راجلب نه کړای شوه. خو اوس مرکزی حکومت او د ټلويزيونی او راډيويی چارو دولتی اداره ټول فلم جوړولو ته په درنه سترګه ګوری. نو زه باور لرم چی د چين فلم به لا چټک پرمختګ ومومی.

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام مو واوريد چی نننی پروګرام د چين فلم به لا چټک پرمختګ وکړی تر سرليک لاندی و. دغه پروګرام ما سپوږمۍ وړاندی کړ. ستاسی له غږ نيولو څخه مننه کوو.