<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-07 19:12:52    
د چين بزګرانو له اقتصادی پرمختګ څخه ګټی اخيستی دی

cri

په ٢٠٠٥ کال کی د چين بزګرانو د اقتصاد له چټکتيا څخه ګټی اخيستی او عايدات يی زيات شوی او د ژوند سويه يی د پخوانيو کلونو په نسبت لوړه شوی ده.

د چين د منځنی برخی د ان هوی ولايت د ان چينګ ښار د بزګر هونګ تيان ګان له خوا د کرلوشويو غلودانو د کرلو پروسږنی مساحت د وړم کال په نسبت برابر و،خو عايدات يی ډير زيات شوی دی .هغه وويل چی تير کال د ان هوی ولايت زراعتی ماليات لغوه شوی دی .تير کال مې څه د پاسه ٨٠ هکتاره ځمکه کرلي ده چی ٥٠ زره ژن مين بی يوانه نوره ګټه می تری اخيستی ده

په ٢٠٠٥ کال کی د هونګ تيان ګان په شان د بزګرانو شمير اتو سوو تنو ته رسيدلی او د کمېدو ماليات ٢٣ مليارده ٣سوو ژن مين بی يوانه وو .د صنايعو او خدمتی چارو د پرمختګ له امله د چين په عمومی مالياتو کی د زراعتی مالياتو تناسب لږ دی او په عين وخت کی په تيرو څو کلونو کی د چين حکومت د کليو د پرمختګ لپاره زياته هڅه کړی ده ،نو په دی توګه د زراعتی مالياتو له منځه وړلو نه يوازی پر دولتی ماليی کومه منفی اغيزه نه ده کړی بلکه د بزګرانو عايدات يی زيات کړی او لګښتونه يی هم لوړ کړی دی .

د کرنی مالياتو کمېدل او له منځه وړل د چين د غلودانو د اندازی او د بزګرانو دعايداتو د زياتوالی لپاره ګټور دی .د اټکل له مخی به د تير شوی کال په نسبت ٢٠٠٥ کال د چين د غلودانو د عمومی اندازه د تير کال په نسبت ١٤ مليارد کيلو ګرامه زياتی شی او د بزګرانو عايدات به يی هم په ښکاره توګه زيات شی .

د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی له امله د دوی ژوند په دايمی توګه ښه کيږی .

که څه هم د بزګر چی جی جون کور د چين د ختيځی برخی د جيانګ سو ولايت له شو جو ښار څخه شلګونه کيلومتره فاصله لری ، خو په سوپرمارکيټ کی شيا اخيستل د ده او کليوالو دپاره د ژوند يو عادی کار دی .په دی وروستيو ورځو کی هغه د ژمی د تيرولو لپاره کور ته نژدی په سوپرمارکيټ کی د هوا ګرمولو بخاری اخيستی ده.هغه وويل چی دلته د ژوند د اړتياوړ سامانونه ډير دي او د شيانو اخيستلو چاپيريال هم ښه دی نو مونږ غواړو دلته د هوا ګرمولو هغه بخاری واخلو چی مشهوره مارکه لری .

د بزګرانو د لګښت د لوړوالی له امله سوپرمارکيټونه هم په کليوکی جوړ شوی دی چی تر اوسه پوری ٧٠ زره سيوپرمارکيټونه موجود دی او د بزګرانو د ژوند دپاره مساعده يوه مرستندويه زمينه برابره شوی ده .

د يوی احصائيی له مخی د ٢٠٠٥ کال په لومړيو لسو مياشتو کی د چين د محصولاتو د پرچون عمومی ارزښت ٥١٠٠ مليارده ژن مين بی يوانو ته رسيدلی دی چی د تير کال په نسبت په سلو کی ١٣ زيات شوی دی او په عين وخت کی د توريزم او د رستورانتونود چارو عايدات هم په څرګنده توګه زيات شوی و و.

د ٢٠٠٥ کال د چين د خلکو د عايداتو زياتوالی او د ژوند د سويی لوړوالی د چين د اقتصاد د دايمی پرمختګ يوه نښه ده .

د چين دټولنيز علومو اکادمی کار پوه يوان ګانګ مينګ د ٢٠٠٥ کال د چين د اقتصادی حالت د ارزونی په ترڅ کی وويل چی ٢٠٠٥ کال د چين اقتصا د لازيات پرمختګ کړی دی نو د چين خلکو هم له اقتصادی پرمختګ څخه ګټی اخيستی دی .

د انرژۍ معقول استعمال او د چاپيريال ښه ساتل په ٢٠٠٥ کال کی د چين په اقتصاد

کی يوه مهمه موضوع ګرځيدلی ده .د معلوماتو له مخی به چين د اقتصاد په پرمختيايی بهير کی د انرژی د معقول استعمال او د ککړتيا د کمولو دپاره نور زيات کوشش وکړی چی د اقتصاد له پرمختيا څخه د ګټی اخيستلو په عين وخت کی خلکو ته د ژوند زمينه برابره کړی .