<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-07 18:51:18    
فرمايش

cri
ګرانو اوردونکو!په نوی ٢٠٠٦ کال کی هره اونی په همدې وخت محترمو اورېدونکو ته وړاندی کيږی . د خپرونی د لا بډاينی په خاطر د ګرانو اورېدونکو وړانديزونو او جوړونکو سلامشورو ته سترګی په لاره يو. اوس په غوږ شو دی سندری ته ( سندره)

سندره خو مو واورېده او نوی عيسوی کال هم پيل شويدی. مونږ چه پدې ارته او پراخه نړۍ کی ژوند کوو او د نړۍ په هره برخه کی د خلکو ژوند، عادتونه ، رواجونه او کلتورونه بيلا بيل دی . د نړۍ په بيلا بيلو ټولنو کی نوی کال او د نوی کال جشنونه په مختلفو بڼو او بيلا بيلو وختونو کی نمانځل کيږی. په اروپا، امريکا او نورو لويو وچو کی ډېر هېوادونه دی چه نوی کال د جنوری په لومړی نيټه پيل کوی او دا جشن د کرسمس د جشن په نامه يادوی. په چين او د جنوب ختيځی اسيا هېوادونه بيا نوی کال د کال په مختلفو مياشتو کی نمانځی او ورته د پسرلی جشن وايی.

په افغانستان ، منځنی اسيا، ايران او ځينو نورو هېوادونو کی نوی کال د مارچ په يووشتمه نيټه پيل کيږی . په دغو هېوادونو کی دی جشن ته د پسرلی راتګ نوی کال، نوروز او داسی نور وايی.