په ورځني ژوند کې زياتې ښځي په دي پوهيږي چه د اشپزۍ په وخت کې کله کله ځيني پرابلمونه راپيدا کيږي او د زړه خوښ نه دي ٠ مثلا د شين او غټ پياز د پري کولو په وخت کې د سخت تيز بوي له امله سترګې نه شي خلاصيداي او اوښکې به بهيږي ٠ نو څنګه به وي ؟ ددې مسئلې د حل له پاره يوه ښه طريقه دا ده چه د پياز د پري کولو په وخت کې کيداي شي چه لومړي چاړه په اوبو کې غوټه او بيا به پياز پري کړي ٠ ځکه په چاړه باندې اوبه د تيز بوي د تبخير د مخنيوي له پاره رول لري ٠ بله خبره دا ده چه مونږ پوهيږو چه د غوايي غوښې د نورو غوښو په نسبت کلک دي ، نو د پخولو له پاره ډير وخت په کار وي ٠ ددې مسئلې دحل له پاره دوه طريقې شته چه له دې لارې به د نوموړي غوښې د پخولو وخت لنډ شي ٠ لومړي مونږ کولي شو چه د غوښې د پخولو په وخت کې لږ څه چاي پکر واچوي ، په دي اساس غوايي غوښه به ژر نرمه شي او هم ډيره خوندوره دي ٠ دوهمه طريقه دا ده چه د غوښې د پخولو په وخت کې لږ څه سرکه يا د ليمو شيره پکې واچوي او له دې لارې به نوموړي غوښه هم ژر پخيداي شي او مزه يي هم ډيره خوندوره ده ٠ بله خبره د
ا ده چه د زياتو خلکو له پاره نارنج او مالټې ډيرې خوندورې ميوې ګڼل کيږي ٠ خو د دغو ميوو د خوړلو په هکله څه تجويزونو ته دي متوجه شي ٠ په ژمي کې نارنج او مالټه ډير پيدا کيږي او هم ډير ارزان دي ٠ دغه ميوې د صحت له پاره ډيره ګټه لري ٠ ځکه چه ويتامين سي پکې ډير پيدا کيږي ٠ مګر که زيات يي وخوري ، صحت ته ضرر ورسوي ٠ د اړوندو کارپوهانو د څيړنې له مخې ښه به دا وي چه يو سړي په يوه ورځ کې دري دانې مالټې يا نارنج وخوري ٠ که زيات يي وخوري ، خولې او غاښونو ته به يي ډير تاوانونه ورسوي ٠ بر سيره پر دي د نوموړو ميوو د خوړلو نه يو ساعت د مخه يا وروسته بايد شيدې و نه څښي ، ځکه البومين که د تريو موادو سره يو ځاي شي ، په معده کې به رسوبي مواد راپيدا شي او د هاضمې طاقت به کمضور شي ٠ د توجه وړ بله مسئله دا ده چه ټولو ته معلومه ده چه سرکه هم زمونږ په ورځني ژوند کې ضروري شي دي ٠ سرکه د انسان لاړي او د معدې شيره زياتوي او اشتها يي لوړوي ٠ همداشان د انسان د بدن په د ننه کې اخيستل شوي جربي د سرکه په واسطه تجزيه کيږي ٠ د اړوندو کارپوهانړ په نظر سرکه د وينې د لوړ فشار او د رګونو د کلکوالي د مخنيوي او علاج له پاره ګټوره ده ٠ همدارز سرکه په وجود کې ويتامينونه يو له بل سره يو چاي کولي شي ٠ ځکه سرکه د ويتامين د جذبولو په برخه کې د زړو کسانو له پاره ډيره فائيده لري ٠ دغه را سرکه د کولمو د ساري ناروغۍ خصوصأ د دوبي په موسم کې د خوني پيچش ، لويه تبه او کلرا د مهنيوي له پاره ګټور رول هم لري ٠ نو د سرکه خوړل د خلکو له پاره خصؤصغ د زړو کسانو له پاره چه د ناروغيو په نسبت مقاومتې قوه ضعيفه ده ، ډيره ګټه لري ٠