د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د صدراعظم مرستيال هوی ليانګ يو چه د چرګانو او مرغانو د سختی انفلونزا د وقايی او کنترول د چارو د قوماندانۍ مشر هم دی ، په دی وروستيو ورځو کی د چين د شمال ختيځ په هاربين ښار کی وويل چه مونږ بايد د چرګانو او مرغانو د سختی انفلونزا دوقايی او کنترول په اړه علمی څيړنه د ساينس او تکنالوژۍ د کارونو د مهم ټکی په توګه وګڼو او کوښښ دی وکړو چه د دغه ډول ساری ناروغۍ په ضد د نوی ډوله واکسين او درملونو ،د تشخيص په اړه د دواګانو د څيړلو او توليدولو ، دغه راز د مهاجرو مرغانو د څارنی او کنترول په برخو کی پرمختګونه ترلاسه کړو .
ښاغلی خوی ليانګ يو د چين د علومو اکاډمۍ په اړه د هاربين د بيطارۍ له انستيتيوټ څخه د ليدنی کتنی په ترڅ کی دغه غوښتنه وکړه .