د سين هوااژانس د جنوری د اتمې نېټی د خبر له مخی : د ٢٠٠٨ کال د مخه به په د بيجينګ په ښار کی د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د تونګ سين جی په نامه دوه سوه مکتبونه جوړ شي او دغه مکتبونه به په دې لوبو کی د برخه والو هېوادونو او سيمو د اړوندو مکتبونو سره د تګ راتګ فعاليتونه پر ځای کړي ٠
تونګ سين جي په چينی ژبه کی د يووالی د رامنځته کيدو معنا لری ٠
د بيجينګ ښار لږه موده د مخه د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د تونګ سين جي په نامه د مکتبونو د نړېوالو فعاليتونو په باب پلان پيل وکړ ٠ د دې پلان سره سم نوموړی مکتبونه به د راتلونکی اولمپيک په سپورتی لوبو کی د برخه والو هېوادونو او سيمو د اړوندو مکتبونو سره د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ د تګ راتګ ، د سپورت او کلتور په ساحو کی د تبادلی فعاليتونه تر سره کړي تر څو د زده کوونکو نړېوال نظريات او د تګ راتګ توان پياوړي شي ٠