
دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! په ١٩٠٥ کال کی د چين د لومړی فلم له جوړيدو راهيسی ١٠٠ کلونه تير شوی دی٠ د ٢٠٠٥ کال د ديسمبر په ٢٨ نېټه په بيجينګ کی د دی ورځې د يادونی لپاره يو لوی کنسرت جوړ شو٠ د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د دغه کنسرت ځينی برخی تاسو ته وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
د پيړنيز خوب په نامه په دغه کنسرت کی د فلمونو سندرو ، نغمو او د شعرونو ويلو په شمول ډول ډول په زړه پوري پروګرامونه نندارچيانو ته وړاندی شول او له سلو کلونو راهيسی د چين د فلم پرمختګ تاريخ وښودل شو ٠ دغه کنسرت په ٤ برخو ويشل شوی و ، لومړی برخه ئی د چين په بی غږه فلم کې د يوې سندرې په ويلو پيل شوه، اوس به مونږ په ګډه سره د داوطلبو سرتيروپه نامه دغه سندره واورو چه د قهرمانو اولادونو په نامه فلم کې اوريدل کيږی .همدغه سندره د چين د ولسي جمهوريت له جوړيدو نه وروسته د ملي سرود په توګه وټاکل شوه ٠
د دغه کنسرت په دوهمې برخې کی د تېری پيړۍ په ٥ لسيزه کی د چين د هغو فلمونو سندرې وټاکل شوی چی زيات نندارچيان ئی راجلب کړی وو٠ اوس به مونږ په ګډه سره د هونګ هو جهيل په شاوخوا سيمو کی د سرتيرو په نامه د فلم سندره واورو چی نوم ئی د هونګ هو جهيل څپاندې اوبه دی
٠
( سندره ٢ )
په دريمی برخی کی به مونږ د خوشحاليو نه ډکې چارې په نامه د فلم سندره واورو چی نوم ئی زمونږ ژوند د لمر له وړانګو څخه ډک دی ٠
( سندره ٣)
ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په پای کی به د سره ږدن په نامه په فلم کی ويل شوی سندره واوری چی نوم ئی دی کشره خور، په زړورتيا پرمخ ځی٠