<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-08 19:02:58    
د ړندو لپاره د مخصوصو برجسته خطونو يعنی د نابينايانو د الفبا په باب معلومات

cri

د ړندو لپاره مخصوص برجسته خطونه چی اوس په نړۍ کی عموميت لری، د يو نه تر شپږو ګردی برجسته نقطو څخه په بيلا بيلو ترتيباتو جوړيږی چی د ړندو لپاره د ليکلو او لوستلو لپاره ډېر مساعده زمينه برابريږی٠ دغه مخصوص خطونه د يوه فرانسوی ړوندله خوا مخترع شول چی برايل نومېده او د زين د ايښودلو په کورنی کی وزېږيده٠ کله چی هغه د دری کلنی په وخت کی د بی پروايی له امله سترګی ټپی شوې او کور شو٠ په ١٨١٩ کال کی برايل د ړندو لپاره د نړۍ په لومړی ښوونځی کی د موسيقی د زده کړی لپاره شامل شو او په هغه وخت کی د ړندو د مطالعی لپاره کتابونه د پندو کاغذو يا ټوکرو له خوا جوړ شول او ډېر دروند وو، نو ړندو ته د مطالعی لپاره ډېر مشکلات پيدا شول ٠ په تېره بيا د دوی لپاره د موسيقی زده کول بالکل ناشونی کار وو٠ په ١٨٢٦ کال برايل په دی ښوونځی کی د معلم په توګه استخدام شو او ټينګ عزم يی درلود چی د ړندو لپاره د لوستلو او ليکلو ساده او اسان خطونه اختراع کړی٠ يوه ورځ برايل د پاريس په يوه قهوه خانه کی دا خبر واوريد چی د توپخانی د يونټ يوه افسر داسی خطونه مخترع کړيدي چی د شپې په تياره کی هم لوستلی شوی٠ دا د برايل لپاره يو لوی زيری و، دوهمه ورځ هغه د دی افسر کور ته لاړ او و يی ليدل چی دا خطونه د دوولسو نقطو څخه عبارت او فقط د شپی له خوا د جنګ کولو لپاره د اړيکو نيولو او د امر صادرولو لپاره جوړ شوی وو، نه د ړندو د لوستلو او ليکلو لپاره مکمل خطونه وو٠ خو د دی خطونو څخه يی الهام واخيست او د زياتو کوښښونو له لاری يی بالاخره په ١٨٢٩ کال کی خپل مخصوص خطونه اختراع کړل چی دغه برجسته نقطې د ړندو د تعليمی چارو د پرمختيا لپاره عصر جوړونکی اختراع ګڼل کيږی٠ خو متاسفانه د ښوونځی په نظر دا يوازی يو ډول علامې وې نه الفبايی خطونه٠ نو د برايل له خوا مخترع شوی خطونه د منلو وړ نه وو، سره له دی چی پنځه کاله وروسته د ده له خوا په مخترع شويو خطونو په نړۍ کی د ړندو لپاره لومړنی نشراتی کتاب چاپ شو، خو د ده له خوا محترع شوی خطونه لاهم د فرانسی د حکومت له خوا و نه منل او هم تر استفادی لاندی نه شول٠ وروسته تر هغه وخت چی د ده يوه زده کوونکی په يوه محفل کی د پيانووهلو په نمايش کی کاميابه شوه او په محفل کی يی د خپل معلم برايل له خوا مخترع شوی خطونه ننداره کوونکو ته معرفی کړل ، په ورځپاڼه کی دغه خبر خپور شو او دغه د ړندو لپاره مخصوص خطونه د ښوونځی له خوا ومنل شول او تر استفادی لاندی شول ٠ خو د تاسف وړ خبره دا وه چی څو ورځی وروسته برايل يوازی د دری څلويښتو کالو په عمر له دنيا څخه لاړ ٠ د برايل د وفات نه وروسته د ړندو لپاره مخصوص برجسته خطونه د نړۍ د زياتو هيوادو له خوا ومنل شول او په ١٨٨٧ کال کی د برايل له خوا مختراع شوی خطونه په نړۍ کی عموميت درلود٠ د ده د ابتکاری د رويی د يادونی لپاره په ١٨٨٧ کال کی د ده په پلرنی ځای کوپولی کی يو څلی ودرول شو ٠