<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-08 19:38:06    
د پښتو انکشاف او تقويه ( دوهمه برخه )

cri

د ښاغلی اعتمادی صاحب پهدوو حکومتو کی که څه هم د افغانستان د اکاډمی پهنامه يوه نوی موسسه بی پرسونله منځ ته راغله مګر د اساسی قانون مطابق کوم پروګرام د پښتو د انکشاف او تقويې لپاره وضع او تطبيق نشو .

اوسنی حکومت هم تر اوسه د دغه موثر پروګرام د وضع کولو څه اقدام نه دی کړی . که څه هم د فلمونو په جوړولو کی يی پښتو ته پرخه منلی اودا کار د قدر وړ دی .

حکومت بايد د اساسی قانون پنځه ديرشمی مادی ته دعمل جامه واغوندی او دغه پروګرام د خلکو د اطلاع او اقناع لپاره بی ځنډه تصويب او نشر کړی او هغه علمی او تربيوی اهميت چه دغه موضوع يی په ملی لحاظ د افغانستان په حال او مستقبل کی لری ښه درک کاندی .

هغسی پښتو پالنه چه تعصبی او عنادی رنګ ولری هيڅوک هيڅکله نه خوښوی ، پښتانه پوهان د پښتو تقويه د افغانستان د معنوی تعمير لپاره د اساسی قانون له منظور سره سم يو عرفانی ضرورت ګڼی او د حکومتونو مهمه وظيفه يی بولی .

لکه څنګه چه پښتو غولول او هيرول ګناه ده دغسی پښتو په سياسی غرض استعمالول اود تفرقې په بنا يی په تعصبی رنګ کی وړاندی کول هم جرم دی .

پښتو غوښتنه بايد په علمی اساسی او ملی غايه تقويه شی او فاشينتی صبغه ورنګړه شی ، پښتانه دپښتو ژوند غواړی نه د افغانتستان د نورو ژبو وژل . هغه څوک چه ځانته پهدی حق قايل وی چه پخپله مورنی او پلارنی ژبه ليک او لوست وکړی چه د دوی د زړه او دماغ صادقه او کامله ترجمانی کولی شی هغه به ولی د افغانستان د دری ژبې په حق سترګی پټوی ؟

د دی مدعا ډير ښه شاهدان هغه پښتو ويونکی وکيلان دی چه په ولسی جرګه کی يی د ازبکی او ترکمنی ژبی تدريسی او نشراتی حق تاييداوه اودا يی يو ضرورت ګاڼه ، دپښتو ژبی ناکامی ښايی چه له لومړی ورځی په همدغه اساس شروع شوی وی چه دا ژبه د نورو افغانی ژبو دښمنه او مخالفه وګڼل شوه .

پښتانه نه يوازی وچه کلکه پښتو نه غواړی بلکه په اوله په اوله درجه د ملی اتحاد او افغانی ورورولۍ ساتنه دملی او اجتماعی عدالت په اساس غواړی او خپله بقا د افغانستان په بقا کی ګڼی .

د پښتو ژبی ملی کول ، رسمی کول او ادبی ذخيره پکی زياتول دا معنی لری چه دا ژبه دتعليمی وسيلې او کلتوری ضرورت په حيث د علم او پوهې د تعميم او د ادب او هنر د انکشاف لپاره حياتی اهميت لری .

د افغانستان پښتانه ( د پښتو ويونکو په معنی ) بی د دغې ژبې له انکشاف اوتقويې څخه له معارف او مطبوعاتو نه اساسی او عمومی استفاده نشی کولی اوبی له دغې وسيلې له جهل او بېسوادۍ سرهموثره مجادله امکان نه پيدا کوی .