<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-09 19:13:26    
د لا با اختر

cri

په چين کي ډول ډول ولسي يا مذهبي اخترونه شته مثلا د منځني منی اختر ، د سپين ږيرو او سپين سرو اختر ، د کورنيو غړو د يووالي اختر او داسي نور .

د دوه زره شپږم کال د رارسيدو نه وروسته به د چينايانو لومړنی لوی عنعنوي اختر پسرلنې اختر ژر رارسيږي ، ددې اختر نه مخکې يو مهم اختر د لا با ختر دی . د روان جنوري اوه نېټه د چين د کرهڼې جنتري لمخې د کال د وروستي مياشتې د اتمې نېټې سره برابره ده او په چين کې دغه مياشت د لا مياشتې په نامه ياديږي او ددې مياشتې اتمه نېټه د لا با اختر نوميږي چه با په چيني ژبه کې د اته مانا لري . دغه اختر د چين د لومړني لوي قوم هان پوره اړه لري او د چينايانو د عنعنوي اختر پسرلني اختر د هرکلي مبدا ده .

د تاريخي سند لمخې د لا با اختر په لرغوني زمانه کې د ښو حاصلاتو د نمانځنې په مهال د ربابو د مننې له درندو مراسمو څخه راغی ، نو ځکه دغه مراسم د حاصلاتو د لاس ته راوړلو نه وروسته يعنی د کال په وروستي مياشت کې تر سره کيږي . د مراسمو نه وروسته په جوړه شوې ميلمستيا کې به کليوالو په نويو حاصل شويو غلودانو أشونه پخول څوچه دغه بختوره ورځ ونمانځله شی . ورپسې دغه ورځ د اسلافو د عبادت کولو په اختر بدله شوه ، خو په پنځمه پيړۍ کې دغه ورځ په رسمي توګه د اختر په توګه وټاکله شوه . له هند څخه چين ته د بوديزم د خپريدو نه وروسته دا کيسه هم رواجه شوه چه د کال د وروستي مياشتې اتمه نېټه هغه ورځ وه چه ساکيامونی د بودايي دين د موسس په توګه وګرزيد . وايي چه ساکيامونی د لوږي له امله ډير ډنګر شو او پريکړه يي وکړه چه له رياضت څخه لاس واخلی ، په دی

مهال کې هغه د يوې شپنې نجلۍ سره مخامخ شو ، نجلۍ ور ته شيدې او وريجې ورکړې چه په نتيجه کې د ساکيامونی روغتيا بيرته په حال شوه او د کال د وروستې مياشتې په اتمه نېټه په بوډا شو . د ساکياموني د يادونې دپاره بوډايي پيروان په دې ورځ هم د وريجو او وچو ميوو په واسطه أش پخوي .

په چين کې د لا با أش خوړلو تاريخ له يو زرو کالو نه زيات دی چه اول په لسمه پيړۍ کې د چين د سون امپراطورۍ په دوره کې په دې ورځ کې نه يوازي په کليو کې بلکې په امپراطوري ماڼۍ ، حکومتي ارګانونو او يا معبدونو کې هم أش پخيده . د

لا با أش ډولونه بيل دي . خو معمولأ له اتو ډولونو وريجو او لوبياګانو يا توکو څخه عبارت دی چه با د اته معنی لري . کيداي شي چه په دي أش کې ماش ، سره لوبيا ، وريج ، جوار ، غنم ، ږدن او حتی وچې ميوې لکه مميز، مومپلی ، خرما ، د نيلوفر

تخم ، چارمغز او داسي نور . د پخولو نه وروسته په أش کې بوره هم اچول کيږي ، نو دغه ډول أش رنګونه ډير ښکلي دي چه سور ، تور ، ژيړ ، سپين او شين رنګونه هم ليدل کيږي . که چيری د ژمي په يخنيو ورځو کې د کور ټول غړي يو ځاي دا ډول خوږ او مغذي أش وخوري، څومره ښکلې ورځ وي .

بيجينګيان د لا با اختر د چينايانو د لومړني لوي اختر پسرلني اختر د رارسيدو علامه ګڼي او په دې ورځ کې هر کور حتمأ د لا با اش خوري . ددې ورځې په باب يوه لنډي هم شته چه وايي ، سپين سرې غمه مه کيږه ، د لا با نه وروسته به نوی کال رارسيږی ، څو ور ځې د با لا اش وخوری ، نوی کال ورو ورو راځی .

د لا با أش د خوړلو نه پرته د چين په شمالي سيمو کې دا ولسی عادت هم شته چه په دې موده کې سيرونه په هغه کاسه يا بوتل کې خيشتيږي چه له سرکې څخه ډک دي ، څو چه د پسرلنی اختر په بيګا شپه ميلمستيا کې د جاو ځه نومې خوراک د خوړلو په وخت کې استعماليږي .