<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-09 19:39:12    
د چين د ويغوری قوم مسلمانان څنګه د لوی اختر لمانځنه کوی؟

cri

ګرانو اوريدونکو، لوی اختر مو مبارک شه ! لوی اختر د ټولو مسلمانانو يو دروند اختر دی٠ د چين د ويغور، قزاق ، هوۍ ، تاجک ، ازبک ، تاتار ، قرغز، دونګ شيانګ ، باو ان او سالار د لسو قومونو هيوادوال چه د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او مسلمانان دی، هم دا اختر د خپل قومی اختر په توګه بولی او په بېلا بېلو درنو مراسمو سره د دی مبارک اختر لمانځنه کوی ٠ په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د ويغوری قوم د خلکو لخوا د لوی اختر د لمانځنې په باب څه معلومات در کړو ٠

ويغوری قوم په عمده توګه د چين د شينجيانګ د دغه قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی او نفوس يی شاوخوا اووه مليونو دوه لکو څوارلس زره تنه دی٠ لوی اختر د دی قوم په زياتو اخترونو کښی تر ټولو يو دروند اختر دی٠

د لوی اختر له رارسيدو نه مخکښی د ويغوری قوم هيوادوال خپل کورونه پاکوی ، د اختر د لمانځنې لپاره زيات خوندور خوراکونه چمتو کوی ، مېوې اخلی او ښکلی لباسونه ګنډی ٠ د اختر په سهار وختی د دی قوم مسلمانان پاڅېږی او ډول ډول لباسونه اغوندی، په تيره بيا ښځې يی رنګارنګ ښايسته کالی او لمنې اغوندی، قيمتی زيورونه پرې تړی او ډير ښکلی ټيکری پر سر کوی ، نجونی يی د ښکلو لباسونو په اغوستلو سره د ګلانو په شان وی او هلکان يی هم د نويو دريشيو په اغوستلو او د نکټائی په تړلو سره باادبه ښکاری ٠

کله چه لمر خيژی ، د شينجيانګ د لرغونی ښار کاشغر د عيدګاه له لوی جومات څخه د اذان غږ د پورته کيدو تر څنګه د د دی جومات لوی تالار چه مساحت يی څه نا څه دوه زره او اووه سوه مربع متره دی، له مسلمانانو څخه ډکيږی او ورپسی په پراخ انګړ کښی يی هم خالی ځای نه پاتيږی او په پای کښی د دی جومات د لويې دروازې په وړاندی په پراخ ډګر او شاوخوا واټونو کښی هم موټرونه تګ راتګ نشی کولای٠ د عيدګاه د جومات په دننه او دباندی کښی د ويغوری قوم شاوخوا پنځوس زره مسلمانان د لوی مولوی په مشرۍ د لوی اختر لمونځ اداکوی ٠

له لمانځه نه وروسته نارينه وې په بيړې سره بيرته خپلو کورونو ته ځی او د قربانی لپاره پسونه يا غوايان حلالوی او بيا ښځې غوښې پخوی ٠ ورپسی نارينه بيا د عيدګاه ډګر ته په تاوار ځی چه د ٌ ساما ٌ په نامه د نڅا کولو په فعاليت کښی ګډون وکړی٠

د ٌ ساما ٌ نڅا يو ډول لرغونی مذهبی نڅا ده چه هر کال يوازی د عيدګاه په ډګر کښی د دغه نڅا ترسره کيږی او د لوی اختر د لمانځنې په وخت کښی د ويغوری مسلمانانو يو ضروری دود ګرځيدلی دی ٠ کله چه موسيقی پورته کيږی او د ساما نڅا پيل کيږی ، بی شميره مسلمانان له بېلا بېلو کورونو، کوڅو او بازارونو د اوبو د څپو په شان د عيدګاه ډګر ته بهيږی او ټول ډګر د نڅا کوونکو يو سمندر ګرځی٠ که څه هم ويغوری ښځې د سندرې ويلو او نڅا کولو په برخه کښی لوی لاس لری، خو د عنعنوی عادت د محدوديت له امله دوی د نڅا ډګر ته د ورننوتلو اجازه نلری او يوازی د نندارچيانو په توګه د ډګر چاپير دريږی ٠

هلکان چه دريشی يی اغوستی وی ، نکټائی ګانی يی تړلی وی او د ويغوری قوم ځانګړی ښکلی خولۍ يی په سرونو وی، په خوښۍ سره د ساما نڅا کوی او نه ستړی کيږی ، سپين ږيری که څه هم ډير ستړی کيږی ، خو بيا هم نه غواړی چه د نڅا له ډګر څخه ووځی ٠

د موسيقی غږونکی ډله په ډله بدليږی.، خو نڅا کوونکی لا هم په زيار سره نڅا کوی ، دوی حتی خپل غمونه او خپل ځان هيروی او د ډيرې خوشحالۍ په حال کښی وی ٠ ماښام نڅا کوونکی په وار سره بيرته کور ته ځی ، خو دغه نڅا دری ورځې دوام ولری٠

د لوی اختر په ورځو کښی د ويغوری قوم د مسلمانانو د بېلا بېلو کورونو په دننه کښی ډيره ښکلی منظره ليدل کيږی په داسی ډول چه ډيره ښکلی ديوالی غالۍ ځوړندې وی ، ډير غوره کورنی سامانونه ايښودل شوی وی او ډير خوندور خوراکونه برابريږی ٠ د اختر په لومړی ورځ خپلوان او دوستان ډله په ډله بېلا بېلو کورونو ته ځی او يو بل ته د اختر مبارکۍ وايی ٠ په دوهمه او دريمه ورځ د اختر د مبارکۍ د فعاليتونو لوړه څپه رامنځ ته کيږی ، په واټونو او کوڅو کښی د انسانانو بهير روان وی او په انګړونو او کوټو کښی د خندا غږونه اوريدل کيږی ٠ دغه راز د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ هيوادوال هم د ويغوری دوستانو کورونو ته ځی او دوی ته د اختر توده مبارکی وايی ٠ لنډه دا چه چه د کاشغر په لرغونی ښارکښی د مختلفو قومونو خلک د مسلمانانو د لوی اختر له خوشحالۍ څخه په ډکه فضا کښی وی٠

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، تاسی د چين د ويغوری قوم د هيوادوالو لخوا د لوی اختر د لمانځنې په باب يو لړ معلومات واوريدل٠ ستاسی دغه اختر نيکمرغه او مبارک شه !