<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-09 20:03:00    
د شيجيانګ د ته بيان په نامه د الکترونيکی تجهيزاتو توليدولو محدود شرکت

cri

ګرانو اوريدونکو، د چين د اقتصاد په نننی پروګرام کی د شيجيانګ د ته بيان په نامه د الکترونيکی تجهيزاتو توليدولو محدود شرکت په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

(اواز..........................) ګرانو اوريدونکو، دغه شرکت د چين د لويديځی برخی دشيجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاری سيمی کی پروت دی او د نړۍ د ترانسفورموتور د جوړيدو په برخه کی عصری تخنيکونه لری او په چين کی يو ډير لوی شرکت دی چی عمومی سرمايی يی ٨ ملياردو ژن مين بی يوانه دی او د پلورلو کلنی عايدات يی ٦ ملياردو ژن مين بی يوانو ته هم رسيږی او د دوی توليداتو د چين په مهمو پروژو کی استعمال شوی او څه د پاسه ٢٠ هيوادونو او سيمو ته پلورل شوی دی .

د دغه شرکت چټک پرمختګ د چين په نسبتی وروستی پاتی سيمه کی لږ ليدل کيږی .١٤ کاله دمخه ،دغه شرکت يوه کوچنی فابريکه وه کوم چی له زياتو ستونزو سره يی مخامخ شوه .په هغه وخت کی د دغه شرکت سرمايی يوازی يو لکه٥ زره ژن مين بی يوانه و او کارکوونکی يی يوازی ٥٣ تنه و،نو ٢٦ کلن جيانګ شين لين د دی شرکت د عمومی مدير په توګه خپله وظيفه په غاړه واخيستله. مګر اوس د دغه شرکت حالت بدل شوی دی .د دغه شرکت عمومی مدير ښاغلی جيانګ شين د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چی زمونږ د شرکت پرمختګ نه يوازی د ټولنی د انکشاف په ګټور دی ،بکله له عصری تخنيکونو څخه يی ګټی اخيستی دي.هغه وويل

(اواز....................)زمونږ د شرکت د څو کلونو پرمختګ په عمده توګه د ښه انکشافی چاپيريال او د لويديځو سيمو د انکشاف دښه فرصت نتيجه ده .زمونږ

شرکت د هيواد او بين المللی بازار په وړاندی هغه پلان جوړ کړيدی چی د شينجيانګ د اقتصادی پرمختګ د تامين دپاره هر اړخيز خدمتونه برابروی چی خپل توليدات په خپل هېواد اونړيوال بازار کی مهم ځای

ونيسی .

هغه وويل چی که څه هم شيجيانګ د چين په لويديځه برخه کی واقع دی خو د لويديځو سيمو د انکشاف او خارجی هيوادونو ته د ورحلاصون د تګلاری له امله د دی سيمی ښيګڼی ښودل شوی دی او په عين وخت کی د چين د ورخلاصون د تګلاری په عملی کولو سره شيجيانګ او له شاوخواوو سره په تيره بيا د منځنی اسيا له هيوادونو سره تګ راتګ ورځ په ورځ پياوړی کړی دی چی دا د دغه شرکت د پرمختګ دپاره زمينه برابره کړی ده .

برسيره پردی دغه شرکت د عصری تخنيکونو په اتکا چټک پرمختګ موندلی دی .ښاغلی جيانګ شين مين وويل (اواز...................) زمونږ توليدات په سيالی کی قوی لياقت لری .عمده علت يی دا دې چی زمونږ د توليداتو د جوړولو په بهر کی عصری تخنيکونه استعماليږی .

اوس دغه شرکت ٣٧٠ امتيازی توليدات لری او هغه عصری تخنيکونه په خپل کوی چی د مالکيت حق لری چی له امله يی د الترونيکی چارو وده چټکه کړی ده .

له عصری تخنيکونو څخه د ګټی اخيستلو په عين وخت کی دغه شرکت په دی باندی ټينګار کوی چی د اداره کولو د پرمختللی سيستم په استفادی سره د نورو شرکتونو

سره يو ځای لويه تصدی جوړه کړی ده مثلا

دغه شرکت د ١٩٩٨ کال له پيل څخه د تيان جين ،د هو نان د هنګ يانګ او د ليو

نينګ د شن يانګ د ترانسفورموتورونود فابريکو سره يو ځای شوی دی چی په دی توګه دغی تصدۍ چټک انکشاف موندلی دی .

ګرانو اوريدونکو،زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد.