د سين هوااژانس د خبر له مخی : د بيجينګ د صنعتی او سوداګريزو چارو د رياست رئيس جانګ جی کوان لږه موده د مخه اعلان وکړ چه د بيجينګ ښار اوس د ٢٠٠٨ کال دپاره د اولمپيک د سپورتی لوبو په موده کی د خواراکونو د توليدولو ځايونه ټاکي او په ټولو ټاکل شويو خواراکونو باندي به اکترونيکی نښی سريښ شي ٠ په دغو نښو کی به د خواراکونو د چمتو کولو ، انتقالولو ، بنډلو او د خرڅلاو په بهير کی له مشخصو معلوماتو څخه عبارت وي ٠ که کوم خوراک ناپاک شي ، د بيجينګ ښار د خوراکونو د نظارت او کنترول د سيستم له لاری به کارکوونکی په وخت لازم تدبيرونه ونيسي تر څو تر زياتی اندازی پوری رامنځته کيدونکي تاوانونه له منځته يووړل شي ٠