<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-10 16:47:10    
د جامو ديزاينره فنګ لينګ

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د بېجينګ په شمال ختيځ کی د عصری هنر په نامه داستوګنې يوه سيمه ده چی زيات شمېر هنر مندان پکی راغونډيږی . د جامو مشهوره ديزاينره فنګ لينګ د دوی څخه ده . د پروګرام په دی برخه کی به تاسو ته د مېرمنی فنګ لينګ په باره کی معلومات وړاندی کړو .

مېرمن فنګ لينګ سږ کال ٤٠ کلنه ده او په هنری سيمه کی يی د کاليو يو د کان پرانيستی دی چه په دکان کی يی د ديوالونو او سامانونو او قرش رنګ ټول شين دی . دغه شان په دکان کی د زياترو جامو رنګونه يی هم شنه دی چې د خلکو پاملرنه راجلبوی . مېرمن فنګ وويل چې دتېری پيړۍ په ٦ لسيزه کی داسی ژور خاطرات زما په ذهن کی لا ټينګ پاتی دی چې په هغه زمانه کی زلميان د يو پوځی قهرمان پالونکی وو او سرتېری د وياړوړ وو او شين پوځی يو نيفرم د دوی د خوښۍ وړ جامې وې په اصل کی په هغه زمانه کی خلکو د سره رنګ سره هم ډيره مينه درلوده . سور رنګ د انقلاب او لوړ همت نښه وه . فنګ لينګ زياته کړه : دغه واقعيتونه د دی په ذهنا کی د ژورو خاطراتو په توګه راپاتی دی . له هغې زمانې سره ډيره مينه لرم .د هغه وخت خلکو درلود همت لری . دوی د قهرمان پالونکی وو. ښځو چې پوځی يو نيفرم يی غوستی ډيره ښکلی ښکاريږی . مېرمنې فنګ دا څرګنده کړه :

زما په نظر پوځی شين رنګ د واک او صلاحيت معنی لری . خو سور رنګ زما په دکان کی جنسی ښکلا لری . سور او شين رنګ که په مناسب ډول ترتيب شی ډېر ښکلي او پرځای رنګونه دی .

مېرمن فنګ د جامو په ډيزاين کی لوی لاس لری چه د چين عنعنوی عادت له لويديځ فيشن سره يو ځای کوی . په بېجينګ کی بهرنيان هم د مېرمنی فنګ له خوا له ډيزاين شويو کاليو سره مينه او علاقه لری . ځکه چه کالی يی د چين يو ډول ځانګړيتوب لری . دغه راز چينی خلک هم د مېرمنی فنګ له ډيزاين سره علاق لری . د زلميانو په نظر په جامو کی يی سور او شين رنګ ليدل کيږی چه دا د عنعناتو نه يو وتلی ډيزاين دی چه د قدرت او جنس څرګندونه ده . مېرمن فنګ وويل :

ما هيڅکله داسی فکر نه کاوه چه مشتريان به مې دومره زيات دی . ځکه چی ديزاين می له فيشن سره تړاو نه لری بلک ماغوښتل چې خپل احساسات او علاقه څرګنده کړم او دايمی فيشن ولټوم .خلک بايد د فيشن په باره کی داسی فکر وکړی هغه شی چه د ځان لپاره مناسب وی ښه شی دی . نه بايد په ساده توګه تش د فيشن په نامه شيان ولټوی . زه نه غواړم چه زما له خوا ډيناين شوی جامی فيشنی نه شی . خو که تاسی دا کالی واغوندی او دنړۍ په هر ځای کی خلک ټول دا باور لری چې ته ډيرښکلی يی . ښکلی کالیي هغه دي چی ستا دپاره ډير مناسب وی .

مېرمن فنګ د کاليو د ډيزاين په برخه کی ښه استعداد لری . خو په اصل کی يی دجامو مسلکی ډيزاين ندی زده او اصلا په پوهنتوه کی يی رسامی زده کړی ده او په ١٩٩٠ کال کی د شمالی ښار هاربين د هنر پوهنځی د رسامی له څانګی نه فارغه شوی ده . بيا يی وروسته په ٢٠٠٠ کال کی د هنری ننداره کوونکی په حيث کار وکړ . د کاليو د ديزاين په اړه د فکر او نظريو له راپيدا کيدو سره سم په ٢٠٠٣ کال کی مېرمن فنګ دا پريکړه وکړه چه د جامو په مسلکی ډيزاين پيل وکړ او د جامو ګنډلو يو خياطی يو دکان يی پرانست دی. هغی وويل : د رسام په حيث له ډيرو کلونو کار نه وروسته مې بيا د کاليو د ديزاين په کار پيل کړی چه زما په نظر دا

ډير طبيعی کار دی او دا زما لپاره يو ډير سم او پر ځای انتخاب دی .

اوس د کاليو د ګندلو په دکان کی سوداګری ډيره ښه ده . په دی وروستيو ورځو کی مېرمن فنګ د نويو او ښکليو جامو د ګنډلو لپاره ډير کوشش کوی چې په راټلونکی کی به د نړۍ په کچه د کاليو مارکونه جوړ کړی .

ګرانو اوريدونکو ! د ښځه او ټولنه نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد او ستاسو د خوشحالې او نکمرغې په هيله .