٢٠٠٥ کال تازه تير شو او په دې کال کی چين د سپورت په برخه کی زيات ښه موفقيتونه لاس ته راوړيدي ٠
په تير کال کی د چين لوبغاړو د اولمپيک لخوا په ټاکل شويو سپورتي ډولونو کی اته ويشت د قهرمانۍ لقبونه تر لاسه کړي دي چه دغه شمير يوازی له امريکی او روسي څخه لږ و ٠ چين د پينګ پانګ ، بدمنتون ، ډايف کولو او د نښې ويشتلو په شمول په ځينو لوبو کی چه مهارتونه يې تل تفوق لری ، په مداومه توګه مخکنی مقامونه ساتلي دي ٠ د ٢٠٠٥ کال د می په مياشت کی په شانګهای کی د پينګ پانګ په نړېوال چامپيشيپ کی چينی ټيم ټول پنځه طلايی مدالونه تر لاسه کړيدي ٠ دغه راز په همدې مياشت کی د سوديرمان کپ په نامه د بدمنتون په مسابقو کی چينی ټيم په نيهايی سيالی کی د دې لوبې د قوې هېواد اندونيزيا ته ماتی ورکړې او لومړی مقام يې نيولی دی ٠ د جولای په مياشت کی د کانادا په مونتريل کی د لامبو وهلو په نړېوال چامپيشيپ کی د دريم ( dream ) په نامه چينی ټيم د ډايف کولو په لسو ډولونو مسابقو کی پنځه طلايی مدالونه لاس ته راوړيدي ٠
چينی لوبغاړو د اټن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی دوه دېرش طلايی مدالونه تر لاسه کړيدي ، که دوی غواړی د بيجينګ د اولمپيک په سپورتی لوبو کی نور ښه موفقيتونه وګټي ، بايد د ضعيفو ډولونو د لوبو لپاره کوشش وکړي ٠ په تير کال کی چينی لوبغاړی جو شی مينګ د بوکس د لوبو د ديارلسمی دورې په نړېوال چامپيشيپ کی د اته څلويښتو کيلوګرامو په وزن په نيهايی مسابقې کی بری وموند چه دا د دې لوبې په نړېوالی مسابقې کی لومړی قهرمان دی ، نو د اولمپيک په
راتلونکو سپورتی لوبو کی په دغو مسابقو کی د طلايی مدال د تر لاسه کولو په غرض د چينی لوبغاړو باور ټينګ شوی دی ٠ د چين د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کمېټې مرستيال چوی دا لين وويل جو شی مينګ په مسابقې کې خپل مهارت ښودلی او د ستر تفوق په اتکا کامياب شو ٠ د ده د برياليتوب په اثر د بوکس د لوبې په اړه د مربوطی ټولنې اطمينان زيات شوی او د چين د بوکس لوبغاړو ټينګه عقيده هم پياوړی شويده چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ښه موفقيتونه تر لاسه کړي ٠
په ٢٠٠٥ کال کی يو اتلس کلن هلک دينګ جون خوي د چين د سپورت په ساحه کی د ليدو توجه وړ برياليتوب لاس ته راوړ ٠ هغه لومړی د اپريل په مياشت کی د سنوکر بيليارد د لوبې په باب د چين په علنی سيالی کې قهرمان شو او د دسمبر په مياشت کی يې د انګلستيان په چامپيشيپ کی لومړی مقام نيولی دی او د دې مسابقو په تاريخ کی داسی يوازنی قهرمان ګرزيدلی چه د انګلستان نه پرته په نور ځای کی اوسيږي ٠ دينګ جون هوی د مسابقو نه وروسته وويل په انګلستان کی د قهرمانۍ لقب تر لاسه کول زما لپاره يو ستر پرمختګ دی ، څرنګه چه په انګلستان کی مسابقه د سنوکر بيليارد په برخه کی دوهمه مهمه مسابقه ده او ما له لومړی سيالی څخه زياتو ډيرو غوره او غښتلو لوبغاړو ته ماتی ورکړه چه نورو لوبغاړو ته د ماتی ورکولو په هکله زما باور پياوړی شوی دی ٠ ما هم له دغو سيالو څخه زياتې ګټورې تجربی واخيستې او د دفاع توان می هم د پخوا څخه ښه شوی دی .
په تير کال کی د بيجينګ اولمپيک سپورتې لوبو تدارکاتی کارونه په سالمه توګه روان وو ٠ د جون په شپږ ويشته نېټه د لوبو شعار اعلان شوی دی ٠ د چين د
کمونست ګوند د مرکزی کمېټی د سياسی بيورو دايمی غړی لی چانګ چون دغه شعار اعلان وکړ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو شعار دا دی يوه نړۍ ، يو خيال ٠
د نوامبر يوولسمه نېټه د دغو لوبو د پرانستلو تر نېټی پوری يو زر ورځې پاتی وي او په عين وخت کی نړۍ ته د نوموړو لوبو لپاره بختور نښانونه وټاکل شول ٠
سر بيره پر دې په تير کال کی د راتلونکی اولمپيک لپاره د مسابقو ميدانونه او جمناجيمونه هم په چټکه توګه د جوړيدو په حال کی و ٠
ګرانو اوريدونکو ، د سپورت نړۍ نننې پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد٠ ٢٠٠٦ کال رارسيدلی دی ، نوی کال مبارک شه !