<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-10 18:02:37    
هوښيار لوبغاړی کراګ

cri
د اولمپيک د پنځمې دورې د سپورتی لوبو په مسابقو کې هغو لوبغاړو ته سزا ور نکړه شوه چی د وخت نه مخکی يی په منډی وهلو پيل وکړ. نو امريکايی سپورتی لوبغاړي کراګ يو په څلورمه برخه فاينل مسابقه کې اته ځله د وخت نه مخکې په منډی وهلو پيل وکړ. هغه غوښتل چې د پر له پسی خطاګانو له لارې د جرمنی لوبغاړی راو روحی حالت بدل شی حقيقت هم دا و چې کراګ د نهم ځل په ځغاستې کې راو ته ماتی ورکړه او په نمايی مسابقې ته داخل شو.
جيم سروپ(Jim Thrope)
د امريکې سپورتی لوبغاړی جيم سروپ د اولمپيک د پنځمې دورې په سپورتی لوبو کې نامتو لوبغاړی ؤ چې د پنځو ډولونو او لسو ډولونو په مسابقو کې يی دوه طلايی ميدالونه تر لاسه کړل. خو وروسته، د اولمپيک نړيوالې کميټې د امريکې د اولمپيک د کميټې له خوا د جعلی شهادت له مخې دا نظر درلود چې سروپ يو مسلکی لوبغاړی ؤ، نو له سروپ څخه يی دوه طلايی ميدالونه بيرته واخيستلی. د بی چاره ګی په حالت کې سروپ مزدوری وکړه او يو شراب خانه يی هم پرانيست. د ١٩٥٣ کال د مارچ په اته ويشتمه نېټه سروپ د ناروغۍ له امله مړ شو او وروستی خبره يی دا وه چی زما طلايی ميدالونه بيرته راکړه.
د ماراسون په مسابقه کې حيله ناک قهرمان
د سلو مترو په واټن د منډی وهلو په مسابقه کې د طلايی ميدال د ګټونکی لوبغاړی کراګ په پرتله د هم دې دورې سپورتی لوبو په اړه د ماراسون په مسابقه کې له جنوبی افريقې څخه قهرمان مک اسار هم يو ټيټ همته سړی و. هغه د مسابقې په بهير کې له خپل هېوادوال جيڅهام سره يو ځای د اوبو د څښلو ځای ته د رسېدو په وخت کې وويل چې تاسی اوبه وڅښئ او زه به ستاسی انتظار کوم، خو په دې وخت کې چې جيڅهام اوبه څښلی، په بيړه ميدان ته منډی وواهه او په پای کې يی لومړی لمبر وګاټه.
د ځنځير لرونکی توپ په مسابقه کې ستر قهرمان(MacKerras)ماکيراس
د اولمپيک د پنځمې دورې د سپورتی لوبو په اړه د ځنځير لرونکی توپ په مسابقه کې د امريکې لوبغاړي ماکيراس خپل قوی توان ښودلی و. هغه په څلور پنځوس اعشاريه اوه څلورو مترو سره لومړی مقام ګټلی او د اولمپيک په سپورتی لوبو کې ريکارډ يی ټينګ کړی و.
د ماراسون مسابقه څلور پنځوس کاله وروسته تر سره شوه.
د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو په اړه د ماراسون په مسابقه کې يو جاپانی سپورتی لوبغاړی د تندې او ستړتيا له امله په نيمه لاره کې يو کور ته ننوت او ويده شو. په ١٩٦٦ کال کې هغه شپږ اويا کلن و او سويدن ته ورسېد او پاتی شوی مسابقې ته يی دوام درلود. نو د ماراسون دغه مسابقه پنځوس کاله وروسته تر سره شوه.
مشهور سپورتی لوبغاړی کهاناموکو
د همدغو سپورتی لوبو په اړه د سلو مترو په اوږدوالی د ازاده لامبو په مسابقه کې د امريکې سپورتی لوبغاړی کهاناموکو لومړی مقام تر لاسه کړ. هغه د هاوای له شاهی کورنی څخه و او د ماشوم توب په وخت کې يی د لامبو وهلو سره مينه درلوده او زيات تمرينونه يی تر سره کړل. وروسته له دې نه هغه هوليوود ته تللی او په زياتو فلمونو کې يی هم برخه واخيستله.