<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-11 18:47:57    
د انفرميشن ښوونه د غريبو غرنيو سيمو په لومړيو ښوونځيو کي پيل شوه

cri

اوس د چين په ښارونو کي د لومړيو او منځنيو ښوونځيو زده کوونکي د انترنيت ، تلويزيون او سي دي له لارې ډول ډول معلومات تر لاسه کولي شي ، خو د چين په غريبو کليوالي ښوونځيو کي ښوونکو او زده کوونکو ته داسي مساعده زمينه نده برابره شوې ، نو دوه کاله دمخه په کليوالي ښوونځيو کي د انفرميشن ښوونې پلان تر تطبيق لاندي راغلی د ی. لږه موده دمخه زمونږ د راډيو خبريال د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د مون ين ولسوالۍ ته چه يوه غريبه ولسوالۍ ده ، د مصاحبې دپاره لاړ او و يي ليدل چه ددې ولسوالي په يو لومړي ښوونځي کي پرته د درسي کوټو او کتابخانې نه د کمپيوترونو کوټې هم شته . د ښوونځې رييس جانګ فون حيان خبريال ته وويل چه تير کال د انفرميشن ښوونه ددوي په ښوونځي کي پيل شوه . هغه وويل د انفرميشن ښوونه دا معني لري چه د تلويزيون او کمپيوتر په واسطه د هيواد د بهرنيو پرمختللو ځايونو غوره تدريسي طريقې او تجربې په خپلو تعليمي چارو کي استعمالوي . هغه زياته کړه چه د انفرميشن ښوونې د تطبيق دپاره د مون ين ولسوالي تعليمي ادارې د هيواد د نورو سيمو څخه يو شمير کمپيوترونه ، تلويزيونونه ، دي وي دي او د مصنوعي سپوږمۍ په واسطه د تلويزيوني پروګرامونو د اخيستلو تجهيزات تر لاسه کړيدي ، اوس د ولسوالۍ د دوو سوو څلويښتو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو څخه په زياترو ښوونځيو کي د انفرميشن ښوونه پيل شويده .

د چان لو علاقه دارۍ د لومړي ښوونځي رييس جانګ فونګ شيان وويل چه اوس

ښوونکي د درس د تدارکاتو په وخت کي د تعليمي تلويزيون يا کمپيوتر له لاري د بيجينګ او شانګهاي د غوره ښوونکو د تدريسي پروګرامونو څخه ګټې اخيستې شي چه له دي لارې د ښوونکو تدريسي سويه لوړيداي شي . خبريال د انفرميشن ښوونې په درسي کوټه کي وليدل چه يو کمپيوتر او يوه لويه تلويزيوني پرده ، تلويزيون ،د دي وي دي او ويديو دستګاوې پرتې دي . ښوونکي له تلويزيون او انترنيت څخه عکسونه او نور معلومات ثبتولي شي چه دغه معلومات په لويه پرده او د کمپيوتر په پرده کي ليدل کيږي . کله چه خبريال د کمپيوترونو کوټې ته ننوت ، و يي ليدل چه په کوټه کي پنځوس کمپيوترونه شته او هر شاګرد يو کمپيوتر چلوي . يوې لس کلنې نجلۍ چه لي شيوي نوميږي ، خبريال ته وويل چه زه د کمپيوتر له درس سره ډيره علاقه لرم او اوس د کمپيوتر د استعمالولو تجربه کاره يمه . هغې په وياړ سره وويل چه په کمپيوتر تايپولی او تصويرونه کښلي شم او د مبارکۍ کارتونه هم جوړولي شم .

ښوونکې جو خبريال ته وويل چه ددوي په ښوونځي کي د دريم ټولګی شاګردانو ته د کمپيوتر د استعمالولو درس ورکول کيږي او په هره تحصيلي دوره کي ديرش درسونه برابريږي . څرنګه چه د شاګردانو په کورونه کي عمومأ کمپيوتر نشته ، نو دوي په ښوونځي کي د کمپيوتر په درس کي ډير کوشش کوي . ښوونکي جو وويل چه د کمپيوتر د استعمالولو په هکله د بيلا بيلو ټولګيو د شاګردانو سويه بيله ده ، د دريم ټولګي شاګردان ښکلي الکترونيکي کارتونه جوړولي شي او د پنځم يا شپږم ټولګي شاګردان په کمپيوتر ډول ډول جدولونه جوړولي شي . ځينو شاګردانو خپلې ليکل شوي مقالې د اي ميل په شکل ورځپانو ته وړاندي کړي او ځيني يي نشرې

شويدي .

اوس د مون ين په ولسوالي کي د انفرميشن ښوونه د ترويج په حإل کي ده . ددې ولسوالۍ د ښوونې د ادارې رييس جانګ ګوانګ باو وويل چه مونږ غواړو چه د درو يا پنځو کالو د کوششونو له لارې د انفرميشن ښوونه مروج شي څو چه زمونږ د غرني سيمې شاګردان په درسي کوټو کي د خپل هيواد او نورو بهرنيو هيوادونو تعليمي تجربې تر لاسه کړي شي او د خپلې ولسوالۍ وروسته پاتي تعليمات بدل شي .